پر «ملي دسترخوان» د ارګ او جرګې لانجه

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ولسي جرګې له لوري د ملي دسترخوان پروګرام د رد په غبرګون کې ویلي چې «د ولسي جرګې له لوري د ملي دسترخوان د پروګرام ردول، په دې مانا نه دي چې نړیوال بانک به دا پیسې پروژو او زېربنايي طرحو ته ځانګړې کړي.»

نوموړي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې یاده بودیجه یوازې د لوږې کمولو لپاره ده، نه د بې‌وزلۍ لپاره.

صالح د جرګې غړیو ته په کنایي ډول ویلي: «که دا موضوع د یوې کورنۍ په کچه تمثیل کړو، دا ده چې تاسې غواړئ هغې کورنۍ ته چې په لوږه ژوند کوي، قناعت ورکړئ، څو ډوډۍ ونه خوري او پر هغو پیسو کور جوړ کړي.»

هغه لیکلي: وږی ډوډۍ په خوب ویني، نه کور. نوموړي د وکیلانو په خطاب کې ویلي چې «له بې‌وزلو ډوډۍ اخیستل نه هنر دی او نه مېړانه.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې ولسي جرګه دې د دغه پروګرام په پلي کېدو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

هغه دا پروګرام د ټولنې بې‌وزله پوړ ته د مرستو رسولو لپاره یاد کړ او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه د دغه پروګرام د عملي کېدو لپاره د افغانستان ملاتړ کوي.

د ملي دسترخوان پروګرام چې د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام ځای‌ناستی دی، دوه ورځې وړاندې د ولسمشر محمداشرف غني له لوري په رسمي ډول پرانستل شو. د حکومت په وینا، پر دغه پروګرام له ۲۴۴ میلیونه ډالرو ډېر لګښت راځي او له څلور میلیونه کورنیو سره به مرسته کېږي، خو د مالیې وزارت مرستیال نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د یاد پروګرام لګښت ۲۸۰ میلیونه ډالره دی.

د مالیې وزارت د مرستیال په وینا، دغه پروګرام د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ښاروالیو له لوري عملي کېږي.

ولسي جرګې نن په یوه ځانګړې غونډه کې د ملي دسترخوان پروګرام چې د ولسمشر له لوري پرانستل شوی و، د رایو په ډېروالي رد کړ.

په دې غونډه کې چې د سه‌شنبې په ورځ جوړه شوې وه، د جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون منشي سیدعظیم کبرزاني وویل چې د ملي دسترخوان پروګرام د مالیې وزارت په ګډون له هېڅ بودیجوي واحد سره نه دی شریک شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام