دفاع وزارت: هرات کې ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو پېښه څېړل کېږي

د ملي دفاع وزارت وايي، د هرات د ګذرې ولسوالي په «خم زیارت» سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو پېښه به په جدي توګه وڅېړي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د څېړنې پایله به له خلکو او رسنیو سره شریک کړي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ځان او مال د ساتنې مسوولیت لري او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

پرون د هرات د ګذرې ولسوالي د خم زیارت په دوو کلیو کې د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو د شپږو مهم غړیو په ګډون ۴۰ کسان ووژل شول.

د هرات یوه امنیتي چارواکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه هغه مهال شوې چې د سیمې یوشمېر اوسېدونکي د ملا نبي په نوم د طالبانو د یوه قوماندان لیدو ته چې تازه له بنده خوشې شوی، ورغلي وو.

د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې د واده پر مراسمو هوايي برید کې یوشمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دوی وايي، لومړنی برید پر یوه موټر چې د قاري نبي د کورنۍ غړي په‌کې وو، شوی او بل هم د واده پر مراسمو چې د پېښې ځای ته نږدې وو، شوی دی.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، یاد برید پر هغه ځای شوی چې د طالبانو یوشمېر مهمو کسانو ـ مولوي حیدر، عبدالله اکبري، ملا‌ رحمت‌الله، ذبېح‌الله اکبري، ملا محمد او ملا عبدالحق چې پر اسامه مشهور دی، غونډه جوړه کړې وه.

د نوموړي په وینا، د طالبانو محلي قوماندانان چې پر دولتي تاسیساتو د برید پلان یې جوړاوه، وژل شوي دي.

د هرات د پولیسو ویاند هم ویلي چې له یادې پېښه سره هم‌مهاله د ملکیانو یو موټر د سړک غاړې پر ماین ختلی او چاودنه یې کړې چې له کبله یې یوشمېر ملکیان وژل شوي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په هرات کې ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو پېښې د څېړلو خبر ورکړی دی. د دغه کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر په یوه ټویټ کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې په جدي توګه د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام