افغان ګډو ځواکونو د هلمند ناوې ولسوالۍ مرکز بېرته ونیولو

انځور له ټولنیزو شبکو پاڼو اخیستل شوی

۲۱۵ میوند قول اردو د هلمند ناوې ولسوالۍ د بېرته نیولو له‌پاره د ګډو ځواکونو عملیات پيل کړي، چې مشري یې د میوند قول اردو مرستیال جنرال عبدالغني کوي.

جنرال عبدالغني سلام وطندار ته وویل، په عملیاتو کې یې پرمختګ کړی، د ناوې ولسوالۍ مرکز یې نیولی او دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي. 

دی وایي، د عملیاتو پرمهال لوی کلی، د عینک ماموریت، سپینه کوټه او د فضل الدین دوه لارې افغان ګډو ځواکونو نیولي، چې دمګړۍ د ولسوالۍ نورو سیمو کې عملیات روان دي.  

انځور له ټولنیزو شبکو پاڼو اخیستل شوی

د جنرال عبدالغني په خبره، پياده جګړه افغان امنیتي ځواکونه کوي او په هوايي برخه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواک ورسره دی.

دی وايي، طالبانو په لارو کې ماینونه خښ کړي او افغان ځواکونه د ماینونو په پاکولو سره پرمختګ کوي. 

انځور له ټولنیزو شبکو پاڼو اخیستل شوی

په ورته وخت کې د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د علمیاتو پرمهال د هوايي ګوزار په پایله کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې اوسېدونکي وایي، اوس په هغو سیمو کې افغان ګډ ځواکونه لیدل کېږي، چې تردې مخکې طالبان په کې وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام