د عربي اماراتو معلول تیږه اچوونکی عبدالله حیایي په لندن کې د تمریناتو پرمهال مړ شوی دی.
د بي بي سي د راپور له مخې، عبدالله حیایي د انګلستان په کوربتوب د معلولیت لرونکو اټلاټیک سیالیو ته تیاری کاولو، چې په سر یې د جال اوسپنیزه ستن ورغورځېدلې او وژلی یې دی.
د عربي اماراتو پارا المپیک فدراسیون له دوبۍ سپورټس تلویزون سره د عبدالله حیایي مړینه تاییدوي او په اړه یې د نوموړي کور ته هم خبر ورکړی دی.
د عربي اماراتو دغه معلول لوبغاړی عبدالله حیایي ۳۶ کاله عمر درلود او ټاکل شوی وه، د لندن په کوربتوب د اټلاټیک نړیوالو سیالیو کې په تیږه اچوونه کې سیالۍ کړی وای.
د عربي اماراتو د معلولو لوبغاړو فدراسیون مشر ماجد العصیمي په خپلو خبرو کې ویلي، لندن ته راغلی د اماراتو ټوله ورزشي ډله غمجه او د خبر په اورېدو هک پک ده؛ خو دا هر څه د الله رضا وه.
د العصیمي په وینا، دوی د پېښې په اړه ډېر معلومات نهشي ورکولای، خو کله چی دوی د لوبو ځانګړي لوبغاړي ته د تمریناتو لهپاره ورغلل، حیایي هم خپل تمرینات پیل کړ، چې پرې اوسپنیزه ستن ورګوزار شوه او نوموړې یې په سر ټپي کړ.
نوموړي وویل، ډاکټرانو د عبدالله حیایي د ژغورلو هڅه وکړله؛ ویې نهشو ژغورلی.
د عربي اماراتو ورزشي ډلې مشر زیاته کړه، دوی د مشورو وروسته پرېکړه وکړه، چې د حیایي د مړیني سره، سره به د عربي اماراتو معلولیت لرونکې اټلاټیک ډله په خورا لوړې جذبې او د حیایي روح ته د سلامۍ په موخه د لندن په نړیوالو سیالیو کې ولوبیږي.
د عربي اماراتو معلول لوبغاړي حیایي د لومړي ځل لهپاره په ۲۰۱۶ کال برازیل المپیک سیالیو کې لوبې وکړې او ۶ مقام یې ګټلی و.
د لندن په کوربتوب د معلولو اټلاټیک سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ د انګلستان په پلازمینه لندن کې پیل شي او د حیایي د مړیني له کبله د پیل په مراسمو کې څو شیبې چوپتیا هم غوره شي.