امریکا په (ریو) المپیک سیالیو کې بې ساري مډالونه وګټل

د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ م کال (ریو) المپيک سیالیو کې امریکا د خپلو سیالانو چین او جاپان پر وړاندې ډېره وړاندې شوه.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د روانو سیالیو په دویمه ورځ لوبو کې امریکایي لوبغاړیو ښې لوبې وکړې او د مډالونو شمېر یې ۱۲ ته ورسولو.

که څه هم امریکا په ۱۲ مډالونو سره مخکښ هېواد دی؛ خو جاپان بیا په ۷ ګټلو مډالونو کې ۶ د سرو زرو مډالونه ګټلي، چې له نورو هېوادونو زیات دي.

د امریکا له پاره مشهور لامبو وهونکي مایکل فیلپس خپل ټول سیالان شا ته پرېښودل او د سرو زرو ۱۹م مډال یې ترلاسه کړ.

مایکل فیلیپس اوسمهال ۳۱ کاله عمر لري، چې ۵ ځلې د المپیک په سترو سیالیو کې د امریکا په استازیتوب لوبېدلی دی او د لوبو په تاریخ کې یوازینی لوبغاړی دی، چې په ټولو لامبو وهونکیو کې یې زیات (۱۹) د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

فیلیپس په ټولټال ۲۳ ګټل شویو مډالونو کې تراوسه ۱۹ د سرو زرو ، ۲ د سپینو زرو او ۲ بیا د زېړو یا (برونزو) مډالونه ګټلي دي.

دغه راز د انګلستان هېواد له پاره لومړی لوبغاړی لامبو وهونکی ایډم پیټي و، چې خپل هېواد ته یې د (ریو) المپیک سیالیو لومړی د سرو زرو مډال وګټلو.

همدارنګه د کوسووا هېواد له پاره چې لوبغاړي یې د لومړي ځل له پاره په المپیک سیالیو کې لوبېږي ۲۵ کلنې ښځینه لوبغاړې میجلنډا کیلمنډي په ۵۲ کیلو ګرامه وزن کې په جودو ورزش کې لومړی د سرو زرو تاریخي مډال ترلاسه کړ.

د المپیک په روانو سیالیو کې مشهور او لومړی مقام لرونکی ټینس لوبغاړی سربیایي نواک جاکویک او امریکایۍ ښځینه ټینس لوبغاړې وینس ویلیمز په ژړا سره رخصت شول، چې د ماتو په خوړلو سره یې په روانو المپیک سیالیو کې خپلو هېوادونو ته مډال ګټلو کې پاتې راغلل.

دغه راز په روانو سیالیو کې د کوربه هېواد برازیل فوټبال ملي لوبډله له عراق سره د لومړۍ سیالۍ برابرولو وروسته لا هم د لومړۍ بریا په تمه ده؛ خو د جرمني او سویلي کوریا ترمنځ سیالۍ هم ۳ ـ ۳ ګولونو سره برابره پای ته رسېدلې ده.

د دویمې ورځې تر پایه امریکا په ۱۲ مډالونو لومړی، چین په ۸ مډالونو سره دویم؛ خو اسټرالیا بیا پر ۶ مډالونو سره درېیم مقام ګټلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام