افغانستان د زورخانه یي په نړیوالو سیالیو کې ۶ مډالونه وګټل

د افغانستان زورخانه يي ملي لوبډلې د اندونیزیا په کوربتوب په ۲م پړاو نړیوالو زورخانه يي او غېږنېونې سیالیو کې ۶ د برونزو مډالونه ګټلي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د افغانستان له پاره ۵ لوبغاړو په ټیمي لوبه کې او حکیم الله بیګزاده په یوازې ځان د برونز مډال وګاټه.

دغه سیالۍ د یوې ورځې له پاره د اندونیزیا په پلازمېنه جاکرتا کې ترسره شوې، چې ایران د اتلولۍ جام لومړی مقام وګټلو.

دغه راز افغانستان بیا د اتلې ایران او ازربایجان هېوادونو وروسته په ۶ مډالونو سره له نورو هېوادونو وړاندې درېیم مقام ترلاسه کړ.

همدارنګه د دې سیالیو په دوام نن (دوشنبه) د افغانستان لوبغاړي احمد شکیب عطایي، مصطفی نورستاني، عمرګل مومني او مشتاق حس شریفي  په پهلوانۍ برخه کې د سیالانو خلاف لوبې وکړي.

د اندونیزیا په کوربتوب په دغو نړیوالو سیالیو کې د۸۴ هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستی وه، چې د افغانستان له پاره ۷ لوبغاړي حکیم الله بیگزاده، مصطفی نورستانی، ذلگی رحمتي، صميم نیازی، احمد شکیب عطایي، عمر گل مومن زاده او مشتاق حسن شریفی غوره شوي وو.

د افغانستان المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې د اندونیزیا په کوربتوب له سیالیو مخکې د زورخانه يي او غېږنیونې نړیوال فدراسیون ټاکنې هم ترسره شوې، چې د افغانستان زورخانه يي فدراسیون مشر او د افغانستان المپیک ملي کمېټې پخواني مشر محمد انور جګدلک په زیاتو رایو سره امریکایي او استونیایي سیالانو ته ماتې ورکړې او له مشر ایراني مهرعلیزاده وروسته د نړیوال فدراسیون مرستیال وټاکل شو.

محمد انور جګدلک اوسمهال د اسیا زورخانه يي او غېږنېونې فدراسیون مشري هم په غاړه لري، چې دغه ګومارنه په افغانستان کی د دغه لوبې پرمختګ کې مرسته کولای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام