د ټولګټو وزارت له یو خصوصي شرکت سره د سهشنبې په ورځ کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د فاریاب ولایت له اندخوی نه تر قرغان ولسوالۍ پورې د سړک جوړونې تړون لاسلیک کړ.
غونډې ته د ټولګټو چارو وزیر محمود بلیغ وویل، چې دغه څلور لینه سړک د اندخوي او قرغان ولسوالۍ مرکزونه سره نښلوي او په جوړېدو به يې د سیمې خلکو ته له ټولنیز، اقتصادي، او امنیتي پلوه ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
بلیغ زیاته کړه، دغه سړک ۷،۲ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د ۴۴۳ میلونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ میاشتو په اوږدو کې جوړېږي.
غونډې ته په ولسي جرګه کې د فارباب د خلکو استازې رنګینه کارګر وویل، چې دوی به د سړک جوړونې لهدې پروژې څارنه وکړي او هغه کسان به مسوولانو ته په ګوته کوي، چې پهدې پروژه کې ناغېړي کوي.

چارواکيو همدارانګه ټینګار وکړ، چې د دې پروژې له پیل سره به یو شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به د سیمې ۵۰ زره کسان ترې ګټه پورته کړي.