د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نیټه اعلان شوه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا په هېواد کې د پارلماني ټاکنو او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس نجیب‌الله احمدزي نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال په چنګاښ میاشت کې ترسره کېږي.

د افغانستان اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې ټاکنې له هرو پنځو کالو وروسته ترسره کېږي، چې د اوسنۍ ولسي جرګې د کار موده په ۱۳۹۴ کال کې پای ته رسېدلې او هغه مهال باید نوې ټاکنې شوې وی.

احمدزی وایي له اوږدو سلامشور او د هیواد امنیتي حالت ته په کتو یې د ولسي جرګې اولسوالیو شوراګانو ټاکنو له پاره دا نیټه غوره کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ددغه کمیسیون پرخپلواکي ټینګار او ویې ویل چې هیچاته به په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ګلاجان صیاد خبري غونډې ته وویل، چې دغه کمیسیون له تخنیکي پلوه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام