د بدخشان ولایتي شورا غړيو او د بهارک ولسوالۍ ځېنې اوسېدونکيو د ټاکنو خپلواک کمېسیون لهخوا د دغه ولایت د ولسوالیو نفوس په اړه د تازه خپورو شویو شمېرو په اړه غبرګون ښودلی او د ولایت مقام مخې ته راغونډ شوي دي.
دوی له حکومته غواړي چې د ولسوالیو د نفوس شمېر په اړه دې تجدید نظر وکړي او غیرواقعي شمېرې دې نه خپروي.
دوه تنه اعتراض کوونکي تواب او عبدالله سلاموطندار ته وویل، د ټاکنو کمېسیون د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ د بهارک ولسوالۍ د وګړیو شمېر ۳۳ زره تنه ښودل شوې په داسې حال کې چې د ولسوالۍ د وګړیو ریښتنې شمېرې ۱۸۰ زره تنه دي.
دوی خبرداری ورکوي چې که د دغې ولسوالۍ د وګړیو شمېر په اړه تجدید نظر ونه شي د رایهورکوونکیو نوملیکنې مرکزونه به وتړي.
د بدخشان ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي، د بدخشان ولسوالیو د وګړیو شمېر په اړه وړاندې شوې شمېرې دوی ته د منلو نه دي.
د نظري په خبره، په راتلونکیو ټاکنو کې د درغلیو لهپاره په لوی لاس د بدخشان د ولسوالیو وګړیو شمېرې کم ګڼل شوي دي او په دې توګه هڅه شوې چې بدخشان له نورو سیاسي امتیازاتو بېبرخې شي.
هغه زیاتوي، د دغو شمېرو په پربنسټ د بدخشان ولایت ۴۰ سلنه اوسېدونکي د ټاکنو کمېسیون له نوملړه لېرې کړای شوی دی.
خو د بدخشان ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس حمیدالله بلوچ وايي، د نفوس تثبیت په دغه کمېسیون پورې اړه نهلري او هغوی د بدخشان ولایت د نفوس شمېر په رسمي توګه د محلي ارګانونو له ادارې او د مرکزي احصایې له ادارې ترلاسه کړی دی.
دا چې د ولسوالیو شوراګانو څوکیو شمېر د هرې ولسوالۍ د وګړیو شمېر په تناسب ولسوالیو ته ټاکل کېږي نو د نفوسو کم شمېر له امله د دې ولایت د ولسوالیو شوراګانو احتمالي نوماندانو غبرګون یې هم راپارولی دی.





