د جهادي ګوندونو د شورا مشران وايي، چې دوی به د افغانحکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ د ستونزې د حل په موخه منځګړیتوب وکړي.
د یادې شورا مشر حضرت صبغت الله مجددي د یکشنبې په ورځ کابل کې رسنیو ته وویل، سره له دې چې دوی هم له دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې په امنیتی ادارو کې سمون راولي، خو په اوسنیو شرایطو کې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو د لرې کولو له غوښتنې سره مخالف دي او په اوسنیو شرایطو کې دا چاره د ملي ګټو خلاف ده.
مجددي وویل، دوی به له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړي، چې د اعتراض کوونکو قانوني غوښتنې ومني، خو اعتراض کوونکی هم باید نور خپلې خیمې ټولی کړي او د روژې په دې مبارکه میاشت کې دې د لارو په بندولو سره د میلیونونو کابل ښاریانو، ماشومانو، ناروغانو او کارکوونکو له ځورونې لاس واخلي، ځکه پر خبره يې دا یو ستر جرم او ګناه ده.
حضرت صبعت الله مجددي وویل، چې دوی هم په حکومتي مشرانو ډېرې نیوکې لري، خو د افغانستان شرایط ډېر حساس دي، نه باید حکومت ته زیان ورسول شي، ملي ګټې باید په پام کې ونېول شي او دفاع ترې وشي.
په همدې حال کې د یکشنبې په ورځ په کابل د افغانستان د نوي جنبش ګوند مشرتابه هم په یوه خبري غونډه کې د افغانستان شرایطو ته په کتو په یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې ټول قومونه او سیاسي ډلې ټپلې باید په ګډه د بهرنیو لاسوهنو په وړاندې ودریږي او په یوه لاس په هیواد کې د قومونو د بیلوالي او امنیتي وضعیت د خرابوالي دسیسې شنډې کړي.
ددې ګوند مشر عالم ساعي په خلکو غږ وکړ، چې خپل نظام ملاتړ وکړي.
هغه له حکومت هم غوښتنه وکړه، چې په ادارو کې سمونونه راولي او اعتراض کوونکي هم باید داسې غوښتنې مطرح نه کړي چې نظام له ستونزو سره مخ کړي.
ساعي زیاته کړه، چې حکومت باید د وروستیو ترهګریزو پېښوعاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې اعتراضونه ۱۰مې ورځې ته وغځیدل، په دې برخه کې د ملي شورا د کمیسیونونو په ګډون ځینې نورو سیاسي مشرانو هڅې پیل کړې، ترڅو د حکومت او اعتراض کوونکو ترمینځ رامینځته شوې ستونزې هوارې کړي، خو تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.