د نورستان سیمهيیز چارواکي وایي، چې وانټوایګل ولسوالي لا هم د طالبانو تر کلابندۍ لاندې ده او د طالبانو د احتمالي جګړې د وېرې له امله په دې ولسوالۍ کې د ۶ ښوونځیو زدهکوونکي د خوندیتوب په موخه رخصت شويدي.
د نورستان د وانټوایګل ولسوال رحمتالله رحمتي سلام وطندار ته وویل، ورځ تر بلې پهدې ولسوالۍ د طالبانو کلابندي سختېږي؛ خو که حکومت پهدې اړه جدي ګام وانهخلی؛ نو دا ولسوالي به سقوط شي.
ښاغلي رحمتي زیاته کړه، چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې یې د وانټوایګل ولسوالۍ مرکزي ښوونځي لهدې امله رخصت کړي؛ چې د زدهکوونکیو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د وانټوایګل ولسوال همدارنګه وايي، چې د کونړ او نورستان له ځېنو سیمو طالبان د دې ولسوالۍ د سقوط په نیت سره راټول شوي؛ خو لوړوپوړیو چارواکیو تر اوسه پهدې اړه کوم جدي ګام نهدی پورته کړی.
په همدې حال کې د نورستان د پوهنې ځايناستی رییس محسن ومنله، چې د وانټوایګل پر مرکزي لېسې سربېره دغې ولسوالۍ ته ورڅېرمه ۶ ښوونځي د لنډ وخت لهپاره رخصت شويدي.
ښاغلی محسن زیاته کړه، وانټوایګل ولسوالۍ ۳۸ ښوونځي لري، چې په زرګونو هلکان او انجونې پهکې په زدهکړو بوخت دي؛ خو وايي، چې د یادو شپږو ښونځیو ترڅنګ پهدې ولسوالۍ کې وایګل د برکلي او مرکزي کلي دوې نورې لېسې هم له تېرو درېیوو کلونو راهیسې تړلې دي.
د نورستان د ولایتي شورا رییس انجینیر سعدالله پایندهزوی هم په وانټوایګل کې د ښوونځيو د تړلو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره پر حکومت غږ کوي، چې پهدې ولسوالۍ کې د وضیعت د ښه کېدو لهپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
د پایندهزوی پر وینا، د ښوونځیو د تړل کېدا ترڅنګ، څوک کلینیک او کار و بار ته هم نهشي تللی.
وانټوایګل ولسوالي په تېرو ۱۵ کلونو کې درې ځلې طالبانو نیولې؛ خو هر ځلې د درنې مرګ و ژوبلې په پایله کې حکومت بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
سیمهییز اوسېدونکي وايي، که وسلهوال مخالفان وانټوایګل ولسوالي ونیسي؛ نو مرکز پارون او نورو ولسواليو ته هم ګواښ پېښولی شي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دې اندېښنې په تړاو څه نهدي ویلي.