د شمال د تېلو او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې امریت تنقیص شوي کارکوونکي خبرداری ورکوي، که حکومت یې غوښتنې ونه مني، د ارګ او کانونو او پټرولیم وزارت دروازې به وتړي.
دوی نن د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د لاریون پر مهال خبرداری ورکړ، که غوښتنې یې ونه منل شي، د دولت پر وړاندې به ودرېږي او هر کار ته به لاس واچوي.
د ملي جنبش ګوند سلګونه پلویان هم له دغو معترضانو سره یوځای شول.
د کانونو او پټرولیم وزارت تازه د یاد امریت له ۴۰۰ ډېر کارکوونکي تنقیص کړي دي.
دغه وزارت سږ کال پسرلی هم په جوزجان کې د شمال د تېلو او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې امریت ۱۱۰ بستونه راکم کړل.
د دغې ادارې کارکوونکي وايي، که څه هم له تېرو ۸ ورځو راهیسې یې اعتراض پیل کړی، خو حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ ګام نه دی اخیستی.
د یادې ادارې یو کارکوونکی نبي وايي، که غوښتنه یې ونه منل شی، تاوتریخوالي ته به مخه او په شبرغان ښار کې به ټولې دولتي ادارې وتړي.
خو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي سلاموطندار ته وویل چې یاد وزارت اوس په شمال کې د تېلو او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې امریت د کارکوونکیو د ستونزو حل کولو لپاره پر یوې طرحې کار کوي، څو یادې ستونزې پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د یاد امریت کارکوونکیو تېره اوونۍ هم اعتراض کړی و او له کانونو او پټرولیم وزارت نه یې غوښتي وو، که ستونزې یې حل نه کړي، ټول تاسیسات او کانونه به پرېږدي او د ناوړه پایلو مسوولیت به یې هم د حکومت پر غاړه وي.





