.jpg)
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، محمد اشرف غني د تروریزم خلاف مبارزې په اړه د "اسلامي-عربي هېوادونو او امریکا مشرانو" غونډه کې د ګډون په پار سعودي عربستان ته ولاړ.
د ولسمشر ځای ناستي ویاند شاه حسین مرتضوي کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې اشرف غني به په دې غونډه کې د عربستان له پادشاه او ولیعهد سره لیدنه وکړي.
مرتضوي زیاته کړه، افغانستان لهدې غونډې تمه لري، چې ګډونوال هېوادونه له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزې او همکارۍ هوکړه وکړي؛ چې په سیمې کې د ترهګرۍ ریښې وچې شي.
.jpg)
شاه حسین مرتضوي وویل، ډېر ژر به د کابل پروسې غونډه د جوزا په میاشت کې وشي او په دې غونډه کې د حکومت ضد وسله والو مخالفینو سره د سولې پر خبرو اترو بحث کېږي.
د ولسمشر ځای ناستي ویاند پروینا، د کابل بهیر غونډې ګډونوال په افغانستان کې د سولې ټینګښت په اړه د صادقانه او سیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو خبرې کوي، چې له اوسني بحرانه د وتلو لار پیدا کړي.
مرتضوي وايي، افغانستان د کابل بهیر په غونډه کې هڅه کوي، د سیمې هېوادونو له ظرفیتونو د سولې په ټینګښت کې کار واخلي او پر وینا يي د سولې بهیر مخالف هېوادونه هم کولی شي؛ د افغانستان د بحران حل یوه برخه وي.





