
د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت قادس ولسوالۍ په "غیب علی شوراب" سیمه کې تېره شپه یو طالب قوماندان خپل مېرمن په ګولیو ویشتلې ده.
د والي ویاند ظاهر بهاند سلام وطندار سره په خبرو کې پېښه تایید کړه او وايي، دغه طالب قوماندان ضیاالدین نومېږي.
نوموړي وویل، وژل شوې مېرمن ۲۷ کلنه وه او د قتل انګېزه یې معلومه نه ده.
د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر غلام حیدر وايي، پېښه د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، له دې مخکې داسې راپورنه خپاره شوي وو، چې په بادغیس ولایت کې خلک په عدلي او قضايي بنسټونه باور نه لري او زیاتره خلک د خپلو ستونزو حل لهپاره وسله والو طالبانو ته ورځي.





