ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د وسلهوالو طالبانو د ستر او منظمو تروریستي بریدونو تر شا که چېرې د نورو دولتي شبکو لاس نهوي، نو دوی يې د ترسره کولو توان نهلري.
د ولسمشر ځای ناستی ویاند شاهحسین مرتضوي د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د پورته وینا د څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه، چې د بلخ ولایت په ۲۰۹ م شاهین قول اردو د برید په اړه به هر اړخیزې څېړنې ترسره شي او پایلې به يې ډير ژر عمومي کړي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان اوسمهال په یوه نړېواله جګړه کې ښکيل شوی دی.
د ولسمشر د ویاند ځای ناستي همدارنګه وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د مخالفینو ځپلو لهپاره کلک هوډ لري او دغه هوډ د مشرتابه تر کچې پورې شته.
مرتضوي وویل، چې د شاهین قول اردو ټپیانو درملنې له پاره بشپړې اسانتیاوې برابرې شوي او دغه راز د شهیدانو له کورنیو سره د نغدي مرستو ترڅنګ شهیدانو ته ترفع هم په پام کې نیول شوی.
شاهحسین مرتضوي زیاته کړه، ولسمشر محمد اشرف غني لاښوونه کړې چې د یادې پیښې په اړه هر اړخیزې څیړنې و شي:
«ولسمشر لارښوونه کړې چې هم له امنیتي او تخنیکي پلوه او له نورو اړخونو دا پیښه وڅیړل شي چې ولسمشر او د افغانستان خلکو ته د منلو وي.»
د ویلو ده، چې په یاد برید کې ۱۳۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان دي.
د تېر کال د کب پر۱۸مه نیټه په کابل کې د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون تر ډلهییز ځان مرګو برید لاندې راغلی و، چې شاوخوا ۵۰ کسان پهکې وژل شوي او ۸۰ نور په کې ټپیان شوي وو.