پکتيا کې تښتول شوي ماين پاکان د قومي مخورو په منځګړيتوب نن ماسپښين د وسلوالو له منګلو خوشي شول.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، چې د وړمې ورځې ۱۹ تنه هغه ماين پاکان؛ چې د سټار لينګ د کمپنۍ سره يې کار کاوه، د سيمې قومي مشرانو په منځګړيتوب د وسلوالو له منګلو خلاص کړي دي.
د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمي اورياخيل سلام وطندار ته وويل تښتول شوي ماين پاکان پرته له کوم قید او شرطه خلاص شوي دي.
دغه ۱۹ماين پاکان دوه ورځې وړاندې د مرکز ګردېز اړوند د بنوزيو کلي څخه تښتول شوي وو.
امنیتي سرچینو هم نه ده په ډاګه کړې چې د سټار لينګ دکمپنۍ کارکوونکي چا تښتولي وو، قومي مشرانو هم نه دي ویلي چې تښتوونکي څوک وو او موخه یې څه وه؟
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د يادو ماين پاکانو د تښتونې مسوليت ندی اخيستی.
څه باندې ۲ میاشتې وړاندې د زابل په ولایت کې هم وسله والو ۳۱ مسافر له موټرو ښکته کړل او ځانه سره یې یوړل چې تر اوسه یې سرنوشت نه دی معلوم شوی





