پر ۴۰۰ بستریز روغتون د برید عاملین به په اعدام محکوم شي

د افغان ولسمشر د امر له مخې به د کابل ښار پر سردار محمد داوودخان  ۴۰۰ بستریز روغتون د خونړي برید عاملین په اشد مجازات یعنی اعدام محکوم شي.

د ملي دفاع  وزیر جنرال عبدالله  حبیبي د مشرانو جرګې غونډې ته وویل، چې د سردار محمد داود خان پر روغتون د برید په اړه د ولسمشر په امر د ټاکل شوي  پلاوي پلټنې لاهم دوام لري.

د نوموړي پر وینا، دغه پلاوی په درېيو برخو کې پلټنې کوي، یو دا چې دا برید چا کړی؟ دویم  چا پکې غفلت کړی؟  او درېیم هم دا چې د پیره کوونکو او مشرانو غفلت څه و؟.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر وايي، چې د پلاوي  تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته به يې پایلې له ولس سره شریکې شي.

هغه وايي، ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی، چې د برید عاملین دې په  اشد مجازات ورسیږي.

هغه وویل: « ولسمشر ویلي په‌دې کې چې هرڅوک ښکیل وي،  په هرقوم یا  هر چا پورې چې مربوط وي او په هره رتبه کې چې وي اشد مجازات به شي او مونږ هم په‌دې خبره کلک ولاړ یو ».

له بل لوري بیا، د مشرانو جرګې غونډې ته د کورنيو چارو وزیر تاج محمد جاهد هم خبرداری ورکړ، چې روان کال کې به هم د تېر په څېر ناامنۍ زیاتې وي.

خو دی ډاډ ورکوي، چې د ټولو بریدونو د مخنيوي له‌پاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

دغه راز د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزي وویل، چې د وسله‌والو مخالفینو د پلانونو د شنډولو په برخه  کې امنیتې ځواکونه سره  له دې چې امکانات یې کم دی، خو بیا هم  ډیر پیاوړي دي.

ستانکزي زیاته کړه، د تیرو دوو  میاشتو په اوږدو کې یواځې د ملي امنیت ځواکونو د وسله‌والو مخالفینو په زړه کې ۳۱۷ عملیات کړي دي چې ښې پایلې یې هم ترلاسه کړې دي.

هغه وايي، ددې ترڅنګ  له زرو ډېر کسان نیول شوي او   ۷۴ ترهګریزو بریدونه شنډ کړل شوي دي.

دغه راز ستانکزي وویل، چې د کندهار د وروستي پیښې په اړه هم  ډیر  پرمختګ شوی دی او همدارنګه پر وینا يې، د سردار محمد داوودخان پر روغتون د برید په تړاو یې هم  څلورو کتګوریو کې  شکمن او تورن کسان نیول شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام