تېره شپه د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د صدیق الله په نوم یو ۳۷ کلن سړي خپله مېرمن د چړې په ګوزارونو وژلې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، د هاجرې په نوم د دغې ۲۸ کلنې وژل شوې مېرمنې خاوند له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی؛ خو پولیسو یې د نیولو هڅې پيل کړي دي.
له دغې مېرمنې څلور نارینه ماشومان پاتې شوي دي.
د ننګرهار د ښځو چارو رییسه انیسه عمراني سلام وطندار ته وویل، د دوی د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ښځې او مېړه تر منځ د شخړې له امله رامنځته شوې ده.
انیسه عمراني وايي، د روان لمریز کال له پيله تر اوسه ۲۲۵ پېښې دوی ثبت کړي، چې زیاتره هغه یې د کورني تاوتریخوالي دي.
بل خوا په ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې صبرینا حمیدي سلام وطندار ته وویل، دوی له بهسودو ولسوالۍ د یوې پېښې خبر تر لاسه کړی؛ خو په دې اړه یې لا ډېرې څېړنې پیل کړي دي، چې وروسته به یې پایله له رسنیو سره شریکه کړي.