د افسانې مور: د زړه ټوټو د مرګ احوال مې ملا ماته کړه

د ولسي جرګې الحاقیه ودانۍ ته نږدې ځانمرګو بریدونو قربانیانو کې، ۳۵ کلنه افسانه او د هغې ۶ کلن زوی هم و.

د افسانې مور چې په دې پیښه کې د خپل زړه ټوټه له لاسه ورکړې اوس هم د خپلې ځوانې لور او لمسي ویر کوي.

د کابل ښار دارالامان پر سرک د سې شنبې په ورځ دوه پرله پسې خونړي بریدونه وشول.

په دغو بریدونو کې ۳۵ کلنه افسانه له خپل ۶ کلن زوی کوشان سره له دې نړۍ کډه شول.

افسانې د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځی لوستی و او له ۷ کلنو راهیسې یې په ملي شورا کې کار کوه. له دې میرمنې د کامبیز په نوم یو ۴ کلن زوی پاتې شوی.

د افسانې مور وایي نه پوهیږي چې اوس څنګه کامبیز ته ووایي، چې نور خپله مور او ورور د تل له‌پاره نه شي لیدلی.

هغې سلام‌وطندار ته وویل:" زما ښکلې لور نوره نه راځي. څه وکړم؟ لور مې ډیرې هیلې درلودې، ټولې هیلې یې له ځان سره تورو خاورو ته یووړې. لورې مور دې څه وکي؟ زه اوس څه وکم لورې؟ له زوی سره یې شهیده شوه."

د افسانې پلار، مور، خور او ورور اوس له اوښکو په ډکو سترګو د هغې او کوشان بې روحه مړي وړي چې خاورو ته یې وسپاري.

د افسانې کورنۍ پر حکومتي چارواکو سخته نیوکه کوي او وایي، چې تر ډیره ټیټ رتبه ماموران د دغو بریدونو ښکار کیږي.

د افسانې یوې خورلڼې ثریا سلام وطندار ته وویل:" د حکومت له مشرانو کوم څوک وژل کیږي نه کنه، تل د خوارانو او بې وزلو بچیان وژل کیږي میرمن افسانه کله چې له کوره راوتلې او د دندې پر لور روانه وه د دې له پاره چې خپلو ماشومانو ته یوه مړې ډوډۍ پیدا کړي کار وکړي او زیار وباسي.   څو کاله کیږي چې خاوند یې مسافر دی که په افغانستان کې امنیت وای نو خاوند به یې په بهر ملکونو کې څه کول؟ له خپلو ماشومانو سره به یې ژوند کاوه."

د افسانې خسرعبدالحکیم، وایي له یوه کاله ډیره موده و شوه، چې زوی یې المان ته تللی او د خپلې میرمنې او زوی پر مړینه سخت خواشینی شوی:" زه دا ډول بریدونه غندم په دغو بریدونو کې بې وزله غریب او بې ګناه خلک شهیدان کیږي. زما ناوې افسانه جانه او لمسی مې کوشان جان په کې ووژل شول او د کوشان پلار زما زوی په جرمني کې دی هلته نه دی قبول شوی چې راشي خو ډير خفه دی."

د ملي شورا غړیو د سې شنبې ورځې خونړيو بریدونو ته کلک غبرګون ښودلی.

د ولسي جرګې غړو خبرداری ورکړی، که حکومت دا پیښې په سمه توګه ونه څیړي او د دا شان پیښو مخنیوي له‌پاره په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې سم تدبیرونه و نه نیسي ورته پیښې به بیا هم تکرارې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام