په کابل کې د یوې چاودنې له امله د ولسي جرګې یو غړی ټپي شوی

راپورونه وايي، چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د ولسي جرګې پر یو غړي چاودنه شوې او نوموړی د دغې چاودنې له امله ټپي شوی دی.

د ولسي جرګې دغه غړی فکوري بهشتي نومېږي او په ولسي جرګه کې د بامیان د خلکو استازی دی.

د چاودنې له امله د بهشتي موټر په بشپړ ډول له منځه تللی او داسې ویل کيږي، چې د هغه یو ساتونکی وژل شوی دی.

عیني شاهدان وايي، چې بهشتي غوښتل پارلمان ته لاړ شي، چې چاودنه پرې شوې ده.

تر اوسه د چاودنې د لامل په څه نه دي ویل شوي.

تر اوسه د دغې چاودنې پړه کومې وسله‌والې ډلې هم پر غاړه نه ده اخیستې.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د پارلمان غړي په نښه کول زیات شوي.

څو ورځې وړاندې په کابل ښار خوشحال‌خان سیمه کې د شپې ناوخته د ولسي جرګې غړي معلم میرولي کور باندې هم ځانمرګي بریدونه وشول.

د چاودنو له امله د ولسي جرګې غړي عبېدالله بارکزي زوی او د معلم میرولي څو ساتوونکي هم ووژل شول.

له دې څو میاشتې وړاندې د پخواني ولسمشر کرزي پرمهال د پوهنې وزیر ورور او د ولسي جرګې غړی شیرولي وردګ هم ووژل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام