د باقر العلوم جومات په برید کې۳۰ تنه وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان دي

 

د پلازمینې کابل ښار په لویدیځ څنډه کې یو ځانمرګی بریدګر د عاشورا څلويښتمې ویرجنو جومات ته ور دننه شوی او ځان ته يې چاودنه ورکړې، چې له امله يې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

په دې اړه د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي سلام وطندار ته وویل، چې په دغه برید کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

له بل لوري بیا د کورنیو چارو وزارت د جنايي تحقیقاتو رییس فریدون عبیدي د پيښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې دغه مراسم په رسمي توګه تیره ورځ نمانځل شوي و، خو نن د اړوندې حوزې اوسیدونکو له امنیتي ځواکونو سره له همغږۍ پرته دغه مراسم پېل کړي و.

عبیدي بیا د وژل شویو او ټپيانو کومه شمېره چې له رسنيو سره شریکه کړې هغه د عامې روغتیا وزارت له شمېرو سره توپير لري.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې برید کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د پيښې په سیمه کې یو شمیر عیني شاهدان بیا د رسمي ورکړل شویو شمېرو څخه هم د وژل شویو او ټپيان تعداد زیات بولي.

په همدې حال کې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا پيښه یو لوی جنایت او د هیواد د دوښمنانو عمل بللی دی.

ولسمشرمحمد اشرف په دې اړه د ژور خپګان څرګندولو تر څنګ ویلي، چې پر سپېڅلو ځایونو برید له اسلام او افغانانو سره ښکاره دوښمني ده.

ولسمشر ټولو روغتیايي مسوولینو ته امر کړی، چې ددې پيښې د ټپیانو د درملنې او ټولو زیانمنو سره له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.

په ورته وخت کې اجرایه ریاست د خبرپانې په خپرولو سره دا برید په کلکو ټکو غندلی او عاملین يي ترهګر بللي دي.

همدارنګه په کابل کې د امریکې سفارت هم په باقر العلوم جومات کې ځانمرګه برید په کلکو ټکو غندلی دی .

تر اوسه هم کومې وسله‌والې مخالفې ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو طالبانو بیا په دغه برید کې په بشپړه توګه خپل لاس لرل رد کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام