د جوزجان ولایت یو شمېر ښوونکي په دې ولایت کې د پوهنې ریاست له خوا نه پر پراخ فساد باندې د نیوکې ترڅنګ وايي، له مقرریو ورهاخوا حتا هغه ښوونکی چې د تقاعد د اخسیتلو له پاره دې ریاست ته ورځي؛ مسوولان ترې دوه زره امریکايي ډالر غواړي.
دوی د پوهنې له نظامه دومره شکایت کوي، چې د ښوونکي دنده له نورو مسلکونو په هېڅ ډول د پرتلنې وړ نه بولي.
د جوزجان ولایت یو ښوونکی قدوس خان وايي، د دې پر ځای چې خپل اولادونه د ښوونکیو په توګه وګوماري؛ ښه ده، چې چېرې یې له سلمان، اهنګر یا کوم بل کسبګر سره کېنوي، چې له دې ډېرو بډو ورکولو خلاص شي. د ده په خبره، د مقررۍ موضوع لا څه، که تقاعد اخلې؛ مجبور یې چې ښې بډې ورکړې.
د همدې ولایت یو بل اوسېدونکی تاج محمد بیا وايي، د یو ښوونکي په توګه د پوهنې ریاست په چوکاټ کې هغه وخت کار کولی شي، چې ښې پیسې ولري او ځېنو مامورانو ته ښې بډې ورکړي.
د ده په خبره، درې ځلې یې په ازموینه کې ګډون کړی؛ خو ځکه نه دی بریالی شوی، چې پیسې یې نه دي ورکړي.
دوی د پوهنې وزارت له لوړپوړیو چارواکیو غوښتنه کوي، چې په جوزجان کې دې د فساد روان بحران ته د پای ټکی کېږدي او د وړ ښوونکیو په مقررۍ کې دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د جوزجان ولایت د پوهنې رییس عبدالحی یشین د ښوونکیو نیوکې مني؛ خو وايي، د ښار په کچ ۲ زرو تنو ازموینه ورکړې ده او دوی یوازې څوو ښوونکیو ته اړتیا لري. د ده پر وینا، هغوی چې لوړې نومرې وړي دي، مقرر شوي؛ ناراضه نه دي؛ خو هغوی چې په معیار برابر نه وو؛ ناراضي دي او دا په ټوله نړۍ کې عامه ستونزه ده.
د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري وايي، له ښوونکیو نه په بشپړ روڼوالي سره ازموینې اخیستل شوې او که د کوم ښوونکي د حقونو په برخه کې د تخلف څرک موجود وي؛ اړوند چارواکي به څارنوالۍ ته معرفي کړي.
له دې هر څه سره ـ سره ښوونکي وايي، د ښوونکیو د کمبودیو په صورت کې هغه کسان ګومارل کېږي، چې یا حکومتي چارواکي وپېژني او یا په پوهنې ریاست کې پېژندګلو وګوري. د دوی په خبره، د جوزجان په څارنوالۍ کې د پوهنې ریاست د فساد په اړه ډېرې دوسیې جمعه شوې دي.