
پخوا به چې کله د قتل کومه پېښه وشوه؛ قومي مشرانو او دیني عالمانو به د سیمه ييزې جرګې په جوړولو د بدۍ د ختمولو له پاره د قاتل کورنۍ دوه یا څو نجونې د مقتول کورنۍ غړیو ته په نکاح ورکولې.
خو له څه مودې وروسته به هغه نجونې چې په بدو کې ورکړل شوې وې؛ له ډېر بدعمر، کورني تاوتریخوالي، زور ـ زیاتي او کړاوونو سره مخ وې.
د غزني ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، په وروستیو دوو کلونو کې په بدو کې د نجونو ورکړې کومه پېښه نه ده ثبت شوې او دغه دود اوس مخ په ورکېدو دی.
په همدې حال کې د غزني ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، په نږدې څوو کلونو کې په دې ولایت د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي او په ترڅ کې یې د فردي حقونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړی، چې له دې وروسته په بدو کې د نجونو د ورکړې پر ځای نغدې پیسې ورکوي.
د غزني ولایت د ښځو چارو ریاست د حقوقو مدیره فوزیه کاکړ وايي، له نېکهمرغه په وروستیو دوو کلونو کې د ښځو چارو ریاست سره په بدو کې د نجونو د ورکولو هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې، لامل يې دا دی چې خلکو عامه پوهاوی ترلاسه کړی.
د غزني ولایتي شورا غړې فاطمه رحیمي هم وايي، چې په امن ښارونو او لرې کلیوالي سیمو کې په بدو کې د نجونو ورکړې دود په بشپړه توګه له منځه تللی او له دې وروسته څوک چمتو نه دي چې د خپل اولاد ژوند خراب کړي.

د مېرمن رحیمي په اند، لوستو ځوانانو د دغه ناوړه دود په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی، دا ځکه چې هغوی نه غوښتل له هغه چا سره واده وکړي، چې ناراضه دي.
د غزني ولایتي شورا غړی عبدالباري شلګری هم په ورته نظر دی، وايي، چې په بدو کې د نجونو د ورکړې پېښې ورو ـ ورو په کمېدو دي او لامل يي هم په دې ولایت کې د لیک لوست ډېرېدل، د عامه پوهاوي د کچې لوړېدل او له اسلامي ودونو نه د ولس خبرتیا ده.
په غزني کې مدني فعال اسدالله جلالزي سلام وطندار ته وویل، په بدو کې ورکړه له نجونو وینځې جوړوي.
د جلالزي پر وینا، د بدو ورکړې دود کله بدي له منځه نه وړي؛ بلکې لا یې شخړې زیاتې کړي او ښځې يې ځانوژنې ته اړ ویستې دي.
له دې سره ـ سره د ښځو حقونو مدافع ډلې په بدو کې د نجونو د ورکړې په اړه اندېښنه ښيي؛ خو د نغدو پیسو د ورکړې دود ملاتړي دي.





