د هرات ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولانو سلام وطندار ته وویل، چې په روان لمریز کال کې د هرات ښار په ختیځ کې یې داسې ځایونه لیدلي دي، چې د ځمکو غاصبانو غوښتل هلته «ساختګي هدیرې» جوړې او د حکومت ملکیت غضب کړي.
د هرات ولایت د ښاروالۍ ریاست مرستیال غلام غوث نېکبین سلام وطندار ته وویل، چې په دې ولایت کې د ځمکو یو شمېر غاصبانو د شپې له خوا پر غضب شویو ځمکو هدیره جوړه کړې او وروسته يي د دغو ځمکو شاوخوا دېوالونه درولي دي.
ښاغلي نېکبین زیاته کړه، چې سږکال يي د خواجه عبدالله انصاري زیارت ترڅنګ یو شمېر کوچنۍ او سترې «ساختګي هدیرې» چې د غاصبانو له خوا جوړې شوې وې؛ ویجاړې کړې دي.
د هرات ښاروالۍ د مرستیال پر وینا، ځېنو غاصبانو پر دولتي ځمکو جوماتونه جوړ کړي، چې حکومت ویجاړ نه کړی شي.
دغه راز، د هرات د ښاروالۍ ریاست مرستیال په ټینګار سره وویل، چې له غاصبانو څخه د ځمکو د خلاصولو پرمهال د دغې ادارې کارکوونکي څو ځله وهل او ټکول شوي او سپکاوی یې شوی؛ خو بیا هم دوی وکولی شو، چې سږ کال د هرات په بېلابېلو برخو کې په زرګونه جریبه ځمکه له غاصبانو خلاصه کړي.
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې سږکال يي په سلګونو جریبه ځمکه له غاصبانو خلاصه کړې او د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکي چې د ځمکو په غضب کې همکار وو؛ هم نیول شوي دي.
له دې ټولو سره ـ سره، د هرات د ښاروالۍ چارواکي زیاتوي، مخکې له دې د سټندرد ښاري ماستر پلان د نه شتوالي له امله خلکو په خپل سر په یو شمېر شنو سیمو کې هدیرې جوړې کړې وې، چې اوس د اوسني پلان له مخې د دې کار د مخنیوي له پاره د هرات په شمال او جنوب کې دوې سیمې هدیرو ته ځانګړې شوې دي.
په ورته وخت کې ځېنې شنونکي هېواد کې په ځانګړي توګه هرات کې د ځمکو غضب یوه جدي ستونزه بولي، چې اوس هم په دغه ولایت کې ۱۰ زره جریبه ځمکه لوړپوړیو دولتي چارواکیو او زورواکیو غضب کړې، چې حکومت يي د بېرته نیولو توان نه لري.