د کابل ولایت یو شمیر ولسوالیو استازو او مشرانو د کابل والي سره د دوشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پرمهال د غصب د مخنیوي څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې حکومتي چارواکي د ځمکو په غصب کې ښکیل دي.
دوی وايي، چې د غصب مخنیوي په موخه له حکومته ملاټر کوي، خو په غصب کې زیاتره لوړپوړي چارواکي لاس لري.
د چهار اسیاب ولسوالۍ ولسي شورا مشر کفیل نظر په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې زورواکي په زیاتو سیمو کې د غصبولو په موخه پر دولتي ځمکو پلانونه جوړوي او په حکومت کې دننه د ځينو کړیو ملاتړ هم ورسره دی.
همدارنګه د کابل خاک جبار ولسوالۍ په استازیتوب حاجي زیارت ګل غونډې ته وویل، چې د ولسمشر له مرستیال څخه نیولې ټول دولتي چارواکي او زوراکان د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ځمکو په غصب کې لاس لري.
زیارت ګل وايي، ولس چمتو دی د غصب مخنیوي په موخه د حکومت هر اړخیز ملاټر وکړي، خو حکومت باید ورسره ژمنه وکړي، چې غصب شوې سیمې له غاصبانو بېرته نیسي.
خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال بیا سلام وطندارته وویل، ولسمشر په حکومت کې دننه او بهر د ځمکو غاصبینو پر وړاندې روښانه دریځ لري او ورسره قانوني چلند کوي.
مینه پال زیاته کړه، چې اوسمهال د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د ځمکو غاصبینو پر وړاندې اقدامات کیږي او په زرګونه جریبه ځمکه يې له غاصبینو خلاصه کړې.
دغه راز، د کابل والي حامد اکرم غونډې ته وویل، چې یوازې په کابل ولایت کې ۴۲ زره جریبه ځمکه غصب شوې او د ځمکې غاصب چې هرڅوک وي ورسره په کلکه مخالف دی.