
د هېواد په شمال کې قهریدلي اعتراض کوونکي د دولت خلاف شعارونو په ورکولو سره، په فاریاب کې د ولسي پاڅون پخواني قوماندان نظامالدین قیصاري راخوشې کولو او هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راستونول غوښتنه کوي.
په فاریاب کې د جنبش ګوند یو قوماندان او دغهراز د قیصار ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان نظامالدین قیصاري له نیولو وروسته د هېواد په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې خلکو د مرکزي حکومت خلاف رایونونه راوویستل.
د جنبش ملي اسلامي، جمعیت اسلامي او د افغانستان خلکو وحدت ګوندونو زرګونه پلویان په فاریاب، جوزجان، بلخ، تخار او بدخشان ولایتونو کې د اعتراضي غونډو په جوړولو سره لویې لارې وتړلې او د ښار بېلابېلو سیمو کې یې د عدالت غوښتنې خېمې ودرولې.
د نظامالدین قیصاري راخوشې کولو او هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د بېرته راستنېدو غوښتونکي وايي، که غوښتنې یې ونهمنل شي؛ اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

په بلخ او بدخشان ولایتونونو کې دوه تنه اعتراض کوونکي زلمی او عبدالصمد وايي، تر هغو چې غوښتنې یې منل شوي نه وي هېڅکله به له اعتراضونو لاس پر سر نه شي او ټولې لویې لارې او بندرونه د ترافیکو پرمخ تړي.
په تخار او فاریاب ولایتونو کې یوشمېر نور اعتراض کوونکي حکومت د خلکو په ځپلو او ځان غوښتنې تورنوي. دوی وايي، د حکومت استبدادي او له تبعیضه ډک چلند هېواد د کړکېچ پر لور بیايي.
د فاریاب یو اعتراض کوونکی فایزي وايي، حکومت نه باید د خلکو غوښتنې له پامه وغورځوي او د خلکو په احساساتو لوبه وکړي.
په تخار ولایت کې هم له دوو ورځو راهیسې اعتراض کوونکي لاریونونه کوي او د عدالت غوښتنې خېمې یې درولي دي. اعترض کوونکي خبرداری ورکوي د غوښتنو نه اورېدو په صورت کې به لویې لارې او بندرونه وتړي او ان د نظام په خلاف به پاڅون وکړي.
سره له چې د حکومت لهخوا د نظامالدین قیصاري نیول کېدل د ځېنو سیاسي ګوندونو او د شمال حوزې د ټولنیزو خوځښتونو له غبرګون سره مخ شوي؛ خو حکومت وايي، قیصاري یې د ناقانونه فعالیتونو له کبله نیولی دی.
د هېواد په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې اعتراضونه له څوو ورځو راهیسې نه یوازې دولتي چارې ټکنۍ کړي بلکې د ښار په کاروبار یې هم ناسم اغېز کړی دی.





