هغه سرتېری، چې ځان یې له وطنه قربان کړ: هېڅ نه لرم

نعمت الله فرهادي د ملي اردو سرتېری و او شپږ کاله مخکې د هرات په شینډنډ هوايي ډګر کې د نظامي عملیاتو پر مهال یې شوکي نخاع غوڅه شوه.

فرهادي درې کاله د ملي اردو په لیکو کې دنده وکړه، او اوسمهال په سخت حالت کې په کور بستر پورت دی.

دغه سرتېری وايي، چې د خپلې درمنلې له پاره یې خپل ټول شته وپلورل او د کورنۍ یو غړي سره په قاچاقي لار د جرمني په لور ولاړ، زیاتوي، چې په جرمني کې ډاکټرانو ځواب کړ او ورته یې وویل، چې ستا درمنله ناشونې ده.

فرهاد له دوو ورځو راهیسې د هرات په حوزوي روغتون کې بستر دی، له سخت رنځ ګاللو وروسته یې رسنیو ته مخ کړې، تر څو یې مسوول چارواکي غږ واوري.

د اردو دغه سرتېری وايي، چې د سنګر له ملګرو سره د عملیاتو پر مهال د شینډنډ غره په سیمه کې د طالبانو له خوا یې موټر په راکټ وویشتل شو، چې په دې پېښه کې یې شوکی نخاع پرې شوه.

نعمت الله له دې پېښې وروسته ۴۰۰ بستر روغتون ته ولېږدل شو او وروسته بیا د سره صلیب له خوا ایران ته یوړل شو او د ملا له عملیات وروسته ۵ کاله کېږي، چې په خپل بستر کې ځای پر ځای پروت دی.

دی وايي، د استوګنې له پاره هېڅ ځای نه لري او د اردو میاشتنۍ معاش یې هم نه ورکول کېږي، فرهادي له حکومت نه غواړي، چې لږ تر لږه د استوګنې ځای دې ورته برابر کړي.

د نعمت الله مور صفرا فرهادي وايي، چې له کلونو راهیسې له یوازیني زوی څخه ساتنه کوي.

د دې سرتېري مور وايي، چې د زوی د شوکي نخاع له غوڅېدو مخکې، نګور او لمسی یې د هرات په روباط سنګي ولسوالۍ کې د دوی په کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ووژل شول.

د نعمت الله مور وايي، چې د زوی د درمنلې له پاره یې خپل ټو شته پلورلي او اوس د ژوند لومړني امکانات هم نه لري.

نوموړې وايي، چې هېواد ته د خدمت په لاره کې یې زوی قرباني شوی، حکومت باید کم از کم د کور د استوګنې زمېنه ورته برابره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام