
د کلیو، پراختیا او بیاروغونې وزارت او د کلیوالي پراختیا شوراګانو ترمنځ د ۲۶۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د بیارغاونې ۸۸ بېلابېل تړونونه لاسلیک شول.
له دغو ۸۸ تړونونو څخه ۹ يې په ۱۱ ولایتونو کې خلکو ته د څښاک د پاکو ابوبو د رسولو هغه دي.
پاتې نور تړونه په ۱۴ ولایتونو کې د سر بندنو، استنادي دېوالونو او کانالو د رغولو په برخه کې دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر نصیر احمد دراني د سه شنبې پر ورځ کابل کې د کلیوالي پراختیايي شورا ګانو له استازیو سره د دغو تړونونو د لاسلیک په موخه په جوړې شوې غونډې کې وویل، چې له دې وروسته به په هرو دوو یا درېیو اونيو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه دې ته ورته تړونونه لاسلیکوي.

د کلیو او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې د اوبو رسولو له دغو پروژو څخه په کندهار، غزني، ننګرهار، بلخ، خوست، فاریاب، بادغیس، کونړ، غور او نورستان ولایتونو کې ۶۱ زره کسان برخمن شي او زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمینې برابره شي.
د ده پر وینا، د سربندنو، استنادي دېوالونو او کانال جوړونې له پروژو څخه په تخار، غور، بامیان، ننګرهار، خوست، بلخ، سمنګانو، بدخشان، غزني، کندز، لغمان، سر پل، پکتیا او کابل ولایتونو کې ۲۳۸ زره کسان برخمنېږي، چې د کلیوالیو سیمو له پاره ښه موکې ګڼل کېږي.





