
له یوې میاشتې راهیسې د هېواد په بازارونو کې د اوبلنو ګازو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نفتي توکو او اوبلن ګازو د تصدۍ چارواکي وایي، هڅه کوي، چې ډېر ژر د ګازو بیه راټیټه کړي.
د دې تصدۍ رییس ولې صمیم سلام وطندار ته وویل، چې د ګازو بیو د لوړېدو لامل دا و، چې د ګازو ستره برخه له ترکمنستان هېواده را واردېده، خو اوسمهال د افغانستان له پاره د ترکمنستان د ګازو په تولید کې کموالي راغلی.
دی وايي، په دې برخه کې کومه اندېښنه وجود نه لري، ځکه دوی بدیلې لارې پیدا کړي دي.
د صمیم په وینا له ایران څخه یې د ګازو واردول پیل کړي او اوسمهال د افغانستان بازارونو ته د ترکمنستان د ګازو ترڅنګ د ایران ګاز هم رارسېدلي او د دې ترڅنګ به په نږدې راتلونکي کې د ازبکستان، ازربایجان او قزاقستان له هېوادونو هم د ګازو د واردولو لړۍ پیل کړي.

د ده په وینا اوس د ګازو د کمښت ستونزه هواره شوې او باید یو کیلو اوبلن ګاز له ۴۵ تر۴۷ افغانیو وپلورل شي.
صمیم وايي، دوی په خپلو زېرمو کې په پوره اندازه اوبلن ګاز زېرمه کړي او هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د ژمې په موسم کې به د ګازو بیې لوړې نه شي.
په همدې حال کې د کابل یو شمېر اوسېدونکې وایي، چې له یوې خوا بېکاري زیاته ده، بل خوا ژمی لا نه دی رارسېدلې؛ خو د ګازو بیې لوړې شوي او دوی بې وسه دي.
د کابل ښار استوګن سلیمان وايي، څه وخت مخکې د ګازو یوه کیلو ۴۵ افغانۍ وه، خو اوس ۷۵ افغانیو ته لوړه شوې، چې خلک یې د رانیولو توان نه لري.
د دې ښار بل اوسېدونکی اکبر هم شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې د ګازو بیه ۷۵ افغانیو ته پورته شوې ده او خلک له اقتصادي اړخه لوېدلي دي.
د راپورونو له مخې هر کال د ژمې په رارسېدو د نفتې توکو په بیو کې زیاتوالی راځي.





