شنونکي: د ملي یووالي حکومت سیاسي هوکړه لیک باید عملي شي

یو شمېر سیاسي شنونکي د ولسمشر او اجرایوي رییس د وروستیو اختلافاتو په اړه وايي، چې غني او عبدالله د سیاسي هوکړه لیک په عملي کولو دغه اختلافات حلولی شي.

د دوی په باور د جګړې دوام، د هېواد په چارو کې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې یوازېنی لامل د سیاسې هوکړې نه عملي کول دي.

د سیاسي چارو شنونکی سیدجواد حسیني سلام وطندار ته وویل، د اوسني حکومت د کار له لومړۍ ورځې ښکاره وه، چې دغه حکومت د خپلو ژمنو د عملي کولو توان نه لري، خو ټینګار کوي، چې دواړه مشران باید د دغو ستونزو د حل له پاره لاسلیک شوې سیاسي هوکړه پلې کړي.

د حسیني په خبره، ولسمشر غني ته ځینې نږدې کړۍ هڅه کوي، چې دغه سیاسي هوکړه لیک عملي نه شي.

د سیاسي چارو بل شنونکی اسحاق اتمر بیا وايي، چې د دواړو مشرانو تر منځ د سیاسي هوکړې د عملي کولو امکان شته خو د ناامنیو او جګړو دوام  د سیاسي هوکړه لیک د پلي کولو له پاره خنډونه ایجاد کړي دي.

د اتمر په خبره، د سیاسي هوکړې د عملي کولو له پاره باید دواړه لوري تلاش وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي د ولسمشر او اجرایوي رییس تر منځ د دغه اختلاف عامل د اساسي قانون له مخې د هېواد په چارو کې د ولسمشر ازاد لاس بولي او زیاتوي، چې په قانون کې د عبدالله عبدالله له پاره واکونه نه دي ټاکل شوي.

د سیاسي چارو شنونکی معین مرستیال غني او عبدالله د سیاسي هوکړې په نه عملي کولو ګرم بولي او وايي، که عملي نه شي هېواد به د بل تازه بحران په لور بوځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام