
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د درملو تنظیم او روغتیا پیداوارو ملي مرکز پرانست غونډې ته وویل، چې درمل د درملنې اساسي برخه ده او پرته د باکېفيته دارو او درمل خلکو ته روغتیا نه شي ور په برخه کېدای.
د عامې روغتیا وزیر د یاد مرکز پرانیستنه، په هیواد کې د درملو کنترول په موخه لومړی اساسي ګام بولي.
"زموږ ستره استراتیژي د درملو او روغتیايي پیداوارو ملي ادارې جوړول وه، ځکه چې مخکې موازي ادارو په بازار کې د مارکیت کنترول او څارنه کوله او په ادارو کې په موازي بڼه جواز ورکول کیده، چې برو کراسي او ډیرو لاسلیکونو هم فساد ته زمینه برابروله او د درملو په کیفیت يي هم اغیز کاوه چې هم خلک ناراضه او هم د ناروغ درملنه نه کیده."
فیروز وویل، چې د هیواد ۹۵ سلنه درمل وارداتي دي او یوازې ۵ سلنه په هیواد کې تولیدیږي، چې ۱۰ زره قلمه ثبت شوي وارداتي درمل په هیواد کې شته او هرکال نږدې ۴۰۰ میلونه ډالره پر درملو لګیږي.
غونډې ته د درملو تنظیم او روغتیايي پیداوارو ملي مرکز اجرایوي رییس نورشاه کامه وال وویل، چې له دې وروسته د هیواد درملتونونه د یاد مرکز تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

"د درملو پر قانون کار وشو او عدليې وزارت ته استول شوی د څارنې په برخه کې ځینې مقررې او چک لستونه نوي جوړ شوي او په ټوله کې د وزارت بشري سرچینو برخه کې زیات بدلونونه راغلي دي."
د عامې روغتیا وزارت چارواکو پروینا، ټولو ادارو چې مخکې څارنې او څیړنې کولې اوس له هغو ټولو یوه ملي اداره جوړه شوې.
د درملو کنترول او څارنه، جواز ورکول، د درملو بیې او کیفیت کنترول ددغه مرکز له اساسي دندو دي او تمه کیږي چې د درملو واردول او د درملتونونو څارنه له دغه مرکزه وشي.





