
د افغانستان د بیارغونې پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه تازه راپور کې د امریکا کانګرېس ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ښايي د کمزوري روغتیايي سېسټم لرلو، د خوارځواکۍ کچې لوړوالي، جګړې او نورو ستونزو ترڅنګ، د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله له روغتیايي ناورین سره مخ شي.
د سیګار د راپور له مخې، کورونا لا دمخه افغانستان ځپلی او ښايي روان روغتیايي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ته په کتو، دغه هېواد په راتلونکو میاشتو کې له سخت روغتیايي ناورین سره لاس او ګرېوان شي.
په راپور کې د سیګار د مشر جان سوپکو له خولې لیکل شوي، که د افغانستان په څېر بېوزله هېواد کې د خوراکي توکو بیې لوړې شي او دا بیې همداسې لوړې وساتل شي، افغانان به له سختو ستونزو سره مخ او د دغه هېواد وضعیت به نور هم کړکېچن شي.
دا په داسې حال کې ده چې عامې روغتیا وزارت ورځ تر بلې په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د دغه وزارت د تازه شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۱۶۴ مثبتې پېښې ثبت کړي چې په دې سره پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۳۳۵ رسېږي.





