یوناما: سږکال د ملکي تلفاتو شمېره تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

ملګري ملتونه وايي، چې د روان ۲۰۱۶م ز کال په لومړۍ نيمايي کې د ملکي تلفاتو شمېره تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي، چې روان کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر پایه پورې د بشري حقونو څانګې ۱۶۰۱ د وژلو او د ۳۵۶۵ تنو د ټپي کېدو شمېرې ثبت کړي دي.

یوناما وايي، چې د ملکي تلفاتو دا کچه د ۲۰۱۵م ز کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله ۴ سلنه په سلو کې زیاتوالی ښي.

په دې توګه دا له ۲۰۰۹م ز کال راهیسې د ۶ میاشتنیو دورو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړې کچې ښکارندويي کوي.

دغه راپور، چې نن دوشنبه (جولای ۲۵مه) د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما له خوا نشر شوی په کې دا هم راغلي، چې د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې څه باندې ۵ زره او ۱۶۶ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د دغې کچې یو پر درېیمه برخه يې ماشومان جوړوي.

د یوناما د راپور له مخې، د ۲۰۰۹ م ز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه، چې ملګرو ملتونو د ملکي تلفاتو ثبتول پېل کړي د ۲۰۱۶ م ز د جون تر ۳۰ مې نېټې پورې ټولټال نږدې ۶۴ زره تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې نږدې ۲۳ زره تنه يې وژل شوي او نږدې ۴۱ زره تنه نور په کې ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې، د سږکال په ملکي تلفاتو کې ۱۵۰۹ تنه ماشومان هم دي، چې په کې (۳۸۸تنو مړینه او ۱۱۲۱ ټپيان) شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر " تدامیچي یاماموتو" دغه شمېره ویرونکی او د شرم وړ بولي؛ ځکه پر وینا يې دا له ۲۰۰۹ م ز کال راهیسې د شپږو میاشتنیو دورو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه ده.

همدارنګه د راپور له مخې، په دغه موده کې ۱۳۰ تنه میرمنې هم وژل شوي او ۳۷۷ ټپيان شوي دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما مشر " تدامیچي یاماموتو" ټینګار وکړ، دغه رپوټ په حقیقت کې د جګړې ټولو ښکیلو غاړو ته دا جوتوي، چې باید د جګړو پر مهال ملکي خلکو ته جدي توجه وکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل، چې دغه ملکي خلک، یا په عبادت ځای، یا زده کړو، اوبو راوړلو او یا هم روغتونو کې د کار پر مهال وژل شوي او ټپيان شوي دي او په وینا يې دا د دواړو غاړو پر خپلې ژمنې نه عملي کول دي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري څانګې مشر زید رعد الحسین له خولې ویل شوي، هغه کسان چې خپل زامن، پلرونه او د کورنۍ نور د ‌ډوډۍ ګټونکي له لاسه ورکړي، نو مجبور شوي، چې خپل ماشومان ښوونځیو ته له تګ منع کړي او د یوې مړې ډوډۍ پېدا کولو له پاره يې ښار ته د غریبۍ له پاره وليږدوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د راپور له مخې په دغو برخو کې د بشري حقونو څخه په بالقوه ډول سرغړونې شوې دي.

نوموړی وايي، دغه سرغړونې له افغانستانه تر مديترانې او تر هغه ور ها خوا يې پراخوالی موندلی او زیات شمېر افغانان د جدي خطرونو په منلو سره په بهر کې د پناه غوښتلو په لټه کې دي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي، چې په جګړو کې باید دواړه غاړې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه د جګړې پر مهال له درنو وسلو له استعماله ډډه وکړي او د ملکي خلکو د وژونکو معافیت دې هم پای ته ورسول شي.

یوناما په خپل راپور کې کاږي، چې د افغان حکومت مخالف وسله وال د ملکي تلفاتو ۶۰ سلنه مسوول دي، خو د حکومت له خوا هم د دغه کال په لومړۍ کې په ملکي تلفاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغان حکومت له خوا ۱۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۲۳ سنله مسوول بلل شوی دی، چې د همدې مودې په پرتله د تېر کال په پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښي.

همدارنګه د ماشومانو د وژنې ۸۵ سلنه د ځانمرګو بریدونو او ښخ شویو مایونونو له کبله ده.

د یوناما د راپور له مخې، نږدې یو سلو او ۵۸ زره تنه له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي، چې د تېر کال په پرتله په همدغه موده کې ۱۰ په سلو کې زیاتوالی ښي.

په دې سره د جګړو له کبله د ټولو کورنیو بې ځایه شویو افغانانو تخمیني شمېر ۱،۲ میلیونه کسانو ته رسيږي.

د ویلو ده، چې یوناما هر کال د جګړې ښکیلو غاړو غواړي، چې باید د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه اړین ګامونه واخلي، خو بیا هم د راپور له خپرولو وروسته نتیجه يې برعکس او منفي وي.

په ورته وخت کې له ماشومانو د ملاتړ موسسې د خبرپاڼې په خپرولو د افغان ماشومانو د حالت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه بنسټ د یوناما د خپاره کړي راپور په غبرګون کې ویلي، چې دغه شمېرې ښيي، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې دا د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ستره کچه ده.

د دې موسسې د خبرپاڼې پر بنسټ د تېر کال په پرته د ماشومانو د تلفاتو په برخه کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي بنسټ د جګړې له ټولو خواوو غوښتي، چې د دغه بنسټ شعار ته دې درناوی وکړي او په هر ډول حالاتو کې دې ماشوم خوندي شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مرکز هم وايي، چې د یوناما خپور شوي راپور شمېرې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د اندېښنې وړ دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی او د دې ټولنې پلاوی فرانز مایکل میلبن د دهمزنګ په څلور لارې کې په لاریون کوونکو د برید په اړه وايي، چې دغه ډول بریدونه په ښکاره ډول له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام