افغانستان او هندوستان سبا برخلیک ټاکونکې لوبه لري

د افغانستان په سفر بوخته هندۍ معلولیت لرونکې کرکټ ملی لوبډله به سبا له کوربه افغان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې سره درېیمه لوبه په کابل کې وکړي.

د افغانستان او میلمه هندوستان معلولیت لرونکو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوستۍ جام ترنامه لاندې پیل شویو سیالیو کې تراوسه دواړو لوبډلو یوه، یوه سیالۍ ګټلې ده او د سبا ورځې وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه ده، چې د اتلولۍ ګټلو لپاره پرېکړه کوونکې سیالۍ شمېرل کېږي.

د هندوستان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډله د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي بلنه تېره اونۍ کابل ته راغلې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسمي وېیبپاڼې د معلوماتو له مخې افغان لوبډلې پرون د روان سیریز په دویمه لوبه کې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته بریا خپله کړه.

د پرون ورځې په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې چې د کابل په الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې وشوه، هندۍ لوبډلې له پچې ګټلو وروسته افغان لوبډلې ته د لومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه.

په سیالۍ کې افغان لوبډلې په لومړي وار کولو سره په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د عبدالله اکبري د ۶۳ منډو په وسیله د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې.

ټاکل شوی هدف هندۍ میلمه لوبډلې ترلاسه نه کړی شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ خبرپاڼه د خپل مرستیال عمومي مشر عزیزالله فضلي له خولې لیکلي، دا دویم ځل دی، چې د بشپړ غړیتوب هېوادونو لوبغاړي د سیالیو په موخه افغانستان ته رابولي.

فضلي وايي، چې دا د افغانستان د کرکټ د پرمختګ نښې دي او افغان کرکټ بورډ د ښې میلمه پالنې ترڅنګ د ښو لوبو زمینه هم برابرولی شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام