شکرالله عاطف مشعل د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو

د ولسمشر د فرمان په اساس شکرالله عاطف مشعل د نسیم الله دانش پر ځای د کرکټ بورډ د نوي مشر په ټوګه وټاکل شو.

د کرکټ بورډ د غړو په استازیتوب د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د مشعل د معرفي کولو په غونډه کې وویل، عاطف مشعل د یوې رڼې پروسې په نتیجه کې د دوو نورو نوماندان له ډلې غوره شوی دی.

حکیمي وویل، مشعل د افغانستان کرکټ ودې ته ژمن دی او دی به هڅه وکړي، چې د کرکټ بورډ بودیجه زیات او لوبغاړو له پاره اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه راز د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل، بدلون د هرې ادارې اصل دی او د پخواني مشر نسیم الله دانش په شمول باید د کرکټ بورډ ټول غړي نوې پرېکړې ته د کرکټ د ودې په موخه غاړه کېږدي.

د مسلمیار پر وینا، عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړو له خوا غوره شوی، د دوی په شمول حکومت یې ترشا ولاړ دی او هېچا ته به د خنډونو پیدا کولو اجازه ورنه کړي.

دغه راز د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزي له عاطف مشعل وغوښتل، چې کرکټ د افغانانو د ارمانونو لوبه ده او باید د دوی هیلې ور پوره کړي.

شکرالله عاطف مشعل بیا په خپلو خبرو کې د پخواني مشر نسیم الله دانش د کارکړنو ستاینه وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، د اوس له پاره په ۶ برخو کار کوي، چې د افغانستان کرکټ پرمختګ ورسره تړلی دی.

مشعل ژمنه وکړه، د کرکټ سیسټم به جوړ کړي، چې په راتلونکي کې د دې ادارې مشران د یوې اډانې په اساس کارونه پر مخ ویسي.

دغه راز ویې ویل، چې شفافیت به رامنځته کړي، د لوبغاړو د انتخاب روښانه کړنلاره به برابره کړي او هڅه به وکړي د کرکټ بورډ اداره یو ملي او مستقله اداره جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړه، د کرکټ په سترو پرېکړو کې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانیو لوبغاړو، په کرکټ پوه کسانو او دغه راز د هېواد له ورزشي خبریالانو سره د مهالنۍ مشورو زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، چی نسیم الله دانش ۲ کاله مخکې د ولسمشر په فرمان د وخت اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ مشر ټاکل شوی وو.

نوموړی وروسته له هغې له دندې لرې کړای شو، چې د شاپور ځدراڼ او شفیق الله شفق په شمول یو شمېر کرکټ لوبغاړو پرې سختې نیوکې وکړې، چی په ټولنیزو رسنیو کې د مخالفت ترڅنګ په ځینو ولایتونو کې لاریونونه هم وشول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام