المان کې د افغان فوټبال ملي لوبډلې کمپ پای ته ورسېد

د افغانستان فوټبال فدراسیون د المان په فرانکفورټ ښار کې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي الماني سلوان سکلیزیچ او مرستیال روزونکي علي عسکرلعلي تر روزنې لاندې د ملي لوبډلې له پاره د غوره لوبغاړو پیدا کولو په موخه د ټاکنیزکمپ د پېلېدو خبر ورکړی وو.

د فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د پېل شوي کمپ موخه دا وه، چې د نویو لوبغاړو د استعدادونو ارزول او د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ ملي لوبډلې له پاره د غوره لوبغاړو غوره شي.

خبرپاڼه لیکي، چې په دې ټاکنیزکمپ کې چې مالي لګښت ېې د افغانستان نړېوال شرکت (الکوزي) په غاړه اخیستې ۲۴ افغان فوټبالران ګډون لري.

د فوټبال فدراسیون زیاتوي، چې په دغه کمپ کې د بیلا بیلو وچو څخه بهرمیشته افغان فوټبالران برخه لري.

د خبرپاڼې له مخې، فرانکفورټ ټاکنیزکمپ ته له ډنمارک څخه اویس عزیزي، له چک هېواد نه داود روشن، له انګلستان نه امید ارین خواص، حمید زماني، ولید ایماق او شبیرغلام محمد،  له هالینډ نه معراج الله داد، صدیق ولي زاده، پرویز مرادي، امید پوپلزی او ارسلان حیدري، له المان نه زبیرامیري، ایمل شیرزاده، او مسیح سیغاني، له اسټرالیا نه اقبال جوادي ، علي غلامي او زلفي نظري، له ایتالیا نه متین نجفي او نیکان صادقي، له سویډن نه حسن نجفي او جاهد جاوید ، له امریکا نه نومیالی هاشمي او له ناروی نه مصطفی جعفري رابلل شوي دي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون خبرپاڼه کې راغلي دي چې المان ټاکنیزکمپ ته یی لوبغاړي له زرګونه بهرمیشته افغان فوټبالرانو څخه غوره کړي دي.

افغان فوټبال فدراسیون وایي، چې له دې ټاکنیزکمپ څخه به هراړخیزه کارکردګیو ته په کتو غوره لوبغاړي افغان فوټبال ملي لوبډلې ته جذب کړی شي.

ټاکل شوې ده، افغان فوټبال ملي لوبډله به د راتلونکې اګست میاشتې په ۳ مه نیټه په تایلینډ کې له کوربه لوبډلې سره نړیواله دوستانه لوبه او د اګست په ۸ مه نیټه په ایران کی له چاپان فوټبال ملي لوبډلې سره د روسیي په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته دلارې موندنې په موخه د اسیا ټاکنیز پړاو پنځم ګروپ دریمه نړېواله لوبه ترسره کړي.

افغان فوټبال ملي لوبډله په روانو سیالیو کې د سوریه پر وړاندې د ماتې او د کمبودیا خلاف د بریا وروسته په خپل (اي) ګروپ کې دریم مقام له ځان سره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام