
ولسي جرګې نن (دوشنبه) د درېیم ځل له پاره د ګډ کمېسیون د غړیتوب له پاره معرفي شویو وکیلانو ته د باور رایه ورکړه.
قدرت الله ذکي، صدیق احمد عثماني، ناجیه بابکرخېل، قادر ځاځی، عبید الله بارکزی، حاجی صالح محمد صالح، کبرا مصطفوي، حاجي هاشم مهدوي او محمد سرور عثماني د ولسي جرګې هغه شمېر وکیلان وو، چې د باور رایه ورکړل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ مشرانو جرګې د ولسمشر په تقنیني فرمان کې تعدیلات راوستل او بیا یې د تایید رایه ورکړه.
له دې وروسته به د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ کمېسیون په دې اړه بحث وکړي او د ولسمشر د تقنیني فرمان برخلیک به وټاکي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر چې د نن ورځې د غونډې مشري یې کوله د معرفي شویو غړیو تایید یې د رايو په اکثریت اعلان کړ.
د ولسي جرګې د عدلیي او قضايي کمېسیون ځېنو غړیو بیا د غونډې د دې پرېکړې مخالفت کولو.
دوی نیوکه کوله، چې د وړاندیز شویو کسانو په نوم لړ کې له رايې ورکولو مخکې بدلون راغلی دی او دوی په ګډ کمېسیون کې د دې کسانو په غړیتوب موافق نه دي.
د دې کمېسیون غړې معصومه خاوري وویل، چې د نن ورځې اعلان شوی نوملړ جعلي دي.
همدا ډول د یاد کمېسیون بل غړي محمد عبدو وویل، هغه کسان چې نومونه یې په دې نوملړ کې راوړل شوي دي، ټول هغه وکیلان دي، چې د سمون رامنځته کولو مخالفان دي.
په نننۍ غونډه کې د معرفي شویو وکیلانو د جعلي نوملړ په اړه نیوکې وشوې، خو لومړی مرستیال ظاهر قدیر د نیوکو له اورېدلو پرته یې مجلس پای ته ورسولو.