
د میدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ یوې ملکي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندارته وویل، چې بېګاه ماښام د کابل ـ بامیانو له لويې لارې د جلرېز ولسوالۍ له ملاخېلو سیمې څخه وسله والو پنځه تنه مسافران کښته کړې وه، چې له ښکته کړیو کسانو څخه یې یو تن څو ساعته وروسته خوشې شوی او څلور کسان لا هم وسله والو له ځان سره نامعلوم ځای ته تښتولي دي.
بل خوا د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل سلام وطندار ته وویل، چې تښتول شويو کسانو کې دوه تنه د کابل پوهنتون محصلان او پاتي نور يې د دغه ولایت د مرکزي بهسود ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
منګل زیاته کړه، چې د جلرېز ولسوالۍ قومي مشرانو ډاډ ورکړی، چې تښتول شوي کسان یې له وسله والو ازاد کړي او ژر ده، چې په خپلو کورنیو یې وسپاري.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې تښتول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي شوي.
تېره ورځ هم د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ څخه هم وسله والو ۱۲ کسان تښتولي وو، چې ۶ یې لا هم نه دي ازاد شوي.