د فرانسې په کوربتوب د ۲۰۱۶ م کال اروپا فوټبال جام سیالیو فاینل لوبه، به نن شپه د پرتګال او کوربه فرانسې فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ وسشي.
سیالۍ نن شپه د افغانستان په وخت ۱۱ نیمې بجې د فرانسې په سینټ ډینیس ښار فوټبال نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
دواړو لوبډلو په نیمه پاې لوبې (سیمي فاینل) کې خپلو سیالانو ویلز او د فوټبال نړیوال جام اتلې المان ته په ماتې ورکولو د اتلولۍ ګټلو له پاره پاې لوبې ته لاره پیداکړې ده.
په نننۍ فاینل لوبه کې فرانسه انټوین ګریزمین نه د بریا تمه لري، خو سیاله لوبډله یې بیا کرېسټیانو رونالډو په څېر برید کوونکي لوبغاړي د بریا تمه کوي.
د کوربتوب موقف سربېره د فرانسې فوټبال ملي لوبډله د فوټبال په لوبو کې په پرتګال برلاسې پاتې شوې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۱۹۲۶ کال راهیسې ټولټال ۲۴ نړیوالې فوټبال سیالۍ ترسره شوي، چې ۱۸ لوبې فرانسې ګټلي، په ۵ لوبو کې بیا پرتګال فرانسې ته ماته ورکړې ده او یوه لوبه یې په مساوي توګه پاې ته رسیدلې.
دغه راز د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستیو ۱۰ فوټبال سیالیو کې پرتګالۍ لوبډله د فرانسې په وړاندې له ماتې سره مخ شوې، خو د پرتګال د وروستیو ښکلو لوبو وروسته نړیوال نن شپه د په زړه پورې لوبې تمه لري.
د فرانسې فوټبال ملي لوبډله په خپل کوربتوب د ۱۹۸۴ او ۱۹۹۸ کال فوټبال نړیوال جام له اتلولۍ ګټلو وروسته د درېیمې سترې اروپا فوټبال جام سیالیو د اتلولۍ ګټلو لوبه کوي.