
د افغانستان د ماليې وزارت خبر ورکوي، چې د اسیا پراختیایي بانک په خپله ۴۹ مه کلنۍ غونډه کې له افغانستان سره د راتلونکیو څلورو کلنو له پاره د ۸۷۸ میلیونو ډالرو مرسته منظور کړه.
د راپور له مخې، د مرستې دغه اعلان په هغه غونډه کې وشو، چې د هېواد مالیې وزیر او د اسیا پراختیایي بانک د چارواکیو ترمنځ د المان په "فرانکفورټ" ښار کې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه.
د ماليې وزارت له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې مرستې ۸۵۸ میلیونه به د ټرانسپورټ، انرژۍ او د طبیعي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې او ۲۰ میلیونه به د طبیعي پیښو د ناورینونو د کمولو په برخو کې ولګول شي.
په دغه غونډه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د یاد بانک له مرستو نه د مننې ترڅنګ دا هم وویل، چې دا مرسته به افغانستان ته د دې توان ورکړي، چې د انرژۍ، ټرانسپورټ او د اوبو پر بېخ بنايي پروژ ولګول شي او پایله به يې یو پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ته ور نژدې کېدل وي.

له بل لوري، د افغانستان له پاره د اسیا پراختیایي بانک مشر توماس پانیلا وویل، چې د دوی بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دی او دغه بانک د افغانستان د پرمختګ له پاره یو له لویو مرسته کوونکیو څخه دی.
د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اسیا پراختیایي بانک کلنۍ غونډه تېره ورځ د (می پر ۲مه) په المان کې پیل شوه.
په غونډه کې د افغانستان د مالیې وزیر ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو د مالیې وزیرانو، د مرکزي بانکونو مشرانو، سوداګرو، پانګوالو، خبریالانو او د مدني ټولنو استازيو تر څنګ، نږدې ۳۰۰۰تنو ګډون کړی دی.
ویل کيږي، چې د یادې غونډې د سږکال شعار "همکاري د ثبات له پاره" غوره شوی او زیات تمرکز یې د با ثباته پرمختګ د ملاتړ له پاره د اسیايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پياوړتیا ده.
د اسیا پراختیایي بانک دغه مرسته له هغو پیسو څخه جلا ده، چې یاد بانک یې د افغانستان د زیربنایي پروژو ته د وجهي صندوق یا AITF له لارې ورکوي.





