هرات کې د ۴ پراختیايي پروژو کار پیل شو

هرات کې د شاوخوا ۸،۸ ملیونو ډالرو په ارزښت د ۴ پراختیايي پروژو کار چې کرنیزو محصولاتو نندارتون له‌پاره د انګړ جوړول، د معیاري سړې خونې او دوو سړکونو جوړول په‌کې شامل دي، پیل شو.

د مسوولانو په وینا، د یادو پروژو لګښت جاپان ورکوي چې په یو کال کې به یې کارونه بشپړ شي.

د هرات والي محممداصف رحیمي چې په‌دې اړه جوړو شویو مراسمو کې یې خبرې کولې وویل، د کرنیز تلپاتې نندارتون انګړ به د هرات ښار ختیځ ته په ۳۵ جریبه ځمکه او یوه سړه خونه هم په ۴۰ جریبه ځمکه کې چې ۵۰۰ ټنه ظرفیت لري، د هرات هوايي ډګر ته نږدې جوړه شي. د رحیمي په وینا، د کندهار دروازې نه تر پل مالان پورې سړک او د انجیل ولسوالۍ اړوند د بهارستان پر سړک قیر اچول هم په یادو پروژو کې شامل دي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مرستیال محمداسماعیل رحیمي هرات کې د یادو پروژو، په ځانګړي ډول د ۱،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیز نندارتون جوړول د افغاني محصولاتو بازارموندنې برخه کې ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې نه یوازې هراتیان، بلکې ګاونډي هېوادونه به هم له یاد نندارتونه ګټه واخلي.

بلخوا دهرات بزګران د یادو پروژو پیل د دوی بنسټیزه اړتیا او غوښتنه بولي او ټینګار کوي چې باید تر ځنډ پرته یې چارې بشپړې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام