ایټالیا په هرات کې د اوسپنې پټلۍ د جوړولو له پاره ۹۲ ميليونه یورو مرسته وکړه

د ایټالیا هېواد د "هرات ـ چشت او هرات ـ خواف" د اوسپنې پټلۍ جوړولو او د دې پروژې د تمویل له پاره د ۹۲ میلیونو یورو مرسته کړې او دغه قرارداد به نن سه شنبه (اپرېل ۱۹مه) لاسلیک شي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر "پاولوچین تي لوني" د هرات والي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې د هرات – خواف د اوسپنې کرښه افغانستان له ایران او له دې لارې به دغه هېواد له سیمې سره ونښلوي.

د ایتالیا هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې هېواد یې د هرات په هوايي ډګر کې د الوتکو د ځغاست کرښې او د هرات "بایپس واټ " د پخولو پر کړو ژمنو ولاړ دی.

تي لوني زیاته کړه، چې د هرات ولایت د امنیت، روغتیا، پوهنې او کلتور په برخو کې د ایټالیا مرستې د پام وړ دي او د یو ښه راتلونکي زېری ورکوي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي په غونډه کې وویل، چې د ایټالیا هېواد مرستې د هرات ولس او خلک یې راتلونکي ته هیله من کړي دي.

رحیمي وویل، پر ایران د نړېوالو اقتصادي بندیزونو لرې کېدو وروسته په سیمه او په ځانګړي ډول د افغانستان او ایران له پاره د ګډو اقتصادي فرصتونو زمينه برابره شوې ده.

د هرات والي وايي، له دغه فرصته باید د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا له پاره کار واخیستل شي او دوست هېواد ایټالیا په مالي مرسته د اوسپنې کرښې جوړول د افغانستان او د سیمې هېوادونو د اقتصادي اړیکو له پاره مهم کار دی.

محمد اصف رحیمي زیاته کړه، چې د هرات ـ چشت او د هرات ـ  خواف د اوسپنې کرښې په جوړولو سره به د افغان ولس او د هرات مېشتو له پاره د سوداګرۍ او تګ را تګ زمينه برابره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام