د سلما بند د اوبولګونې ظرفیت له ۷۵ زره هکټاره ځمکې ۳۵ زره هکټاره ته راټیټ شوی

د سلما اوبو بند د افغان او هند دوستي بند په نوم یادیږي، چې شاوخوا ۷ میاشتې مخکې د هندوستان په مالي لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په هغه وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي وو، دا بند د برېښنا ترڅنګ ۷۵ زره هکټاره ځمکې خړوبولوی شي او تمه کېده، دوه ستر کانالونه د بند له شمال او جنوب لورو جلا شي او په چشت، اوبې، پشتون زرغون، ګذرې، انجیل، زنده جان او غوریانو ولسوالیو کې ۴۰ زره کرنیزه ځکمه خروبه کړي.

خو د هرات سیمه ییز مسوولین وايي، چې اوس دا بند یوازې د ۳۵ زره هکټاره ځمکې خړوبولو توان لري، چې په همدې لوري کې دي.

د هریرود ـ مرغاب دریايي حوزې عمومي رییس نور احمد بارز سلام وطندارته وویل، چې د سلما بند د دوو کانالونو د جوړولو چارې د اوبو کچې ټیټوالي او وچکالي له امله لغوه شوي دي.

خو د هرات د پلان ریاست عمومي مدیر عتیق رومل سلام وطندار ته وویل، چې د سلما بند دوه جنوبي او شمالي کانالونه، سربندونو او کرنیزو ځمکو ته اوبه رسوي او ترهغو پورې، چې دا دوه ستر کانالونه جوړ نه شي دوی نه شي کولی اوبه کرنیزو ځمکو ته ورسوي.

د ښاغلي رومل پروینا، د دغو دوه سترو کانالونو جوړول د اوبو او انرژي وزارت مسوولیت دی.

دی وايي، د دغو کانالونو جوړیدو چارې د قرارداد دویمه برخه ده، لومړی برخه يي د سلما بند جوړېدل و، چې بشپړ شو او کانال جوړېدل ډېر لګښت غواړي.

خو په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني سلام وطندار ته وویل،"هغه څه چې د سلمابند په برخه کې واقع شول د سیلابونو د اوبو زخیره کول وو، چې له لاسه ووتلې. دی وايي، که اوبه زېرمه نه کړو بند نه جوړیږي او زیاته یې کړه، د هریرود خوندي ساتلو له پاره به په ژمي کې اوبه زېرمه کوي او په اوړي کې به په منظم ډول خلک ترې ګټه اخلي.

علي احمد عثماني وايي، چې اوس د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په خاطر له سلما بند نه لسګونه سنتي واړه کانالونه کیندل شوي دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، د سلما بند جوړیدو هدف په ژمې کې د اوبو زخیره کول او ګاوندیو هېوادونو ته د اوبو ضایع کېدو مخنیوی دی.

د سلما بند جوړېدول د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود خان له سترو بنسټيزو پروژو ګڼل کېږي، چې په ۱۹۷۶ کال کې د هند په مرسته پیل شو.

د دغه بند جوړېدو بهیر په افغانستان کې د جګړو له امله وځنډېدلو او په ۲۰۰۵ کال کې بېرته پیل شو او شاوخوا ۷ میاشتې مخکې د هند د لومړي وزیر او ولسمشر اشرف غني په ګډون پرانیستل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام