افغانستان په تکواندو کې المپیک سیالیو ته لاره پیدا نه کړه

د افغانستان د تکواندو ۴ مشهورو لوبغاړو و نه شو کړی، چې د فلپين په کوربتوب ۲۰۱۶ م ز کال المپیک سیالیو ته لاره پيدا کړي.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، چې د افغانستان وروستۍ هیله د تکواندو لوبې مشهور لوبغاړي روح الله نېکپا ته وه، چې هغه هم نن یکشنبه د (اپرېل ۱۷مه) په ۶۸ کیلو ګرامه وزن او کوارټرفاینل پړاو لوبه کې د منګولیایوي سیال پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د منګولیا هېواد لوبغاړي روح الله نېکپا ته د ښې لوبې وروسته ماتې ورکړه او المپيک سیالیو ته يې د نېکپا مخه ونیوله.

د برازیل په کوربتوب المپیک سیالیو ته د تکواندو لوبې اسیایي ټاکنیز پړاو سیالۍ د ۲ ورځو له پاره د فلیپین په هېواد کې ترسره شوې، چې په کې د افغانستان په ګډون د ۳۶ هېوادونو څخه ۹۸ لوبغاړو برخه اخيستې وه.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان ته په ۲۰۰۸ ز او ۲۰۱۲ ز کلونو المپیک سیالیو کې د (برونزو) مډال ګټوونکي لوبغاړي روح الله نېکپا په روانو سیالیو کې لومړۍ لوبه له عماني لوبغاړي  ګټلې وه.

همدارنګه په نورو سیالیو کې نیلا احمدي په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې د اندونیزیاوۍ لوبغاړې پر وړاندې او محمود حيدري بیا په ۵۸ کیلو ګرامه وزن کې د تایلینډي سیال پر وړاندې ماتې وخوړلې او له مخکې تګ بې برخې شول.

له دوی وړاندې سمیه غلامي د ۴۸ کیلو ګرامه وزن په لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ لوبغاړې پر وړاندې بریا خپله کړې وه، خو په کوارټرفاینل لوبه کې د چاینیزټایپي هېواد لوبغاړې پر وړاندې یې ماتې وخوړه او له المپیک سیالیو څخه پاتې شوه.

په دې ماتې سره له افغانستانه ۲ نارینه او ۲ ښځینه تکواندو لوبغاړو و نه شو کړی ، چې المپیک سیالیو ته د لارې موندنې له پاره اسیایي ټاکنیز پړاو سیالیو کې مخکې تګ ته لاره هواره کړي.

د افغانستان تکواندو لوبې مشهوره لوبغاړي په داسې حال کې د برازیل نړېوالو المپیک سیالیو ته له رسېدو څخه پاتې کیږي، چې څو اونۍ وړاندې د لېږل شویو لوبغاړو د انتخاب په اړه په کابل کې لاریونونه هم شوي وو او لامل یې هم دا و، چې د افغانستان المپیک ملي کمېټې له خوا بغیر له کومې ازموینې او یوازې د خپلوۍ له مخې نړیوالو سیالیو ته لېږل شوي دي، چې پایله هم ناکامي وه.

ټاکل شوې ده، چې د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ م ز کال سترې المپیک سیالۍ د روان کال اګست میاشتې پر ۵ مه نیټه په پلازمېنه "ریو" کې پېل شي، چې په کې به د ۱۵۸ هېوادونو څخه نږدې ۱۰ زره لوبغاړي برخه ولري او د همدې میاشتې پر ۲۱ مه نېټه به پای ته ورسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام