د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه روانه اونۍ په دوبۍ کې ترسره شوه چې په کې د نورو ځېنو پریکړو ترڅنګ د افغانستان او ایرلینډ کرکټ په حق کې تاریخي پریکړه وشوه.
د نړیوالې شورا د پریکړې له مخې به افغان او ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبدلې له دې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په (نړیوال کرکټ لیګ) سیالیو کې نه لوبیږي او نیغ په نیغه په نړیوالو درجه بندۍ کې د ۸ غوره لوبډلو په لیکه کې په ځای خپلولو سره راتلونکې ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ځای خپلولای شي.
دیادونې وړ ده که افغانستان غواړي نیغ په نیغه راتلونکې نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي؛ نو باید د ۲۰۱۷ کال سپټمبرمیاشتې تر ۳۰ می نیټې پوری په نړیواله درجه بندۍ کی د ۸ غوره لوبډلو په لیکه کې ځای خپل کړي.
په نړیوال کرکټ کې د اتم مقام خپلولو او نیغ په نیغه ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د ځای خپلولو له پاره افغانستان باید کم ترکمه د بنګله دیش ، زمبابوي او ویسټ انډيز په څیر لوبډلې چی اوسمهال له نورو بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو په کتار کې وروسته پاتې دي په نړیواله درجه بندۍ کې شاته پریږدي.
ددې پریکړې له مخې به اوس د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې د نړۍ د مخکښو کرکټ لوبډلو سره د یو ورځنیو سیالیو په برخه کې هیڅ کوم کمښت ونه ویني.
د افغانستان کرکټ بورډ باید د نړۍ د نورو مخکښو کرکټ لوبډلو په څیر دراتلونکو څلور کلونو له پاره د (فیوچرټورز پروګرام) ترنامه لاندې د نورو هیوادونو سره په تفاهم خپلې ملي لوبډلې ته نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ برابرې کړي او په مرسته یې په نړیوال کرکټ کې خپله مقام لوړ وساتي.
دیادونې وړ ده چې اوس مهال دافغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍ د لسو مخکښو لوبډلو وروسته ۱۱ مه خو د دوهمې درجې لوبډلو په کتار کې لومړۍځای له ځان سره لري.
دا وخت د کرېکټ لس ټیمونو د کرېکټ د شورا د اولې درجې حیثیت او دایمي غړیتوب لري، چې په دې کې په ترتیب سره اسټرالیا، هند، سویلي افریقا، سرېلنکا، انگلستان، نیوزلینډ، پاکستان، ویسټ انډیز، بنگله دیش او زمبابوۍ شامل دي.
د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې چې په راتلونکی ۲۰۱۹کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه ولري او افغانستان هم که دنړۍ په ۸ لومړیو لوبډلو کې ځای خپل کړي؛ نو د نړۍ دمخکښو لوبډلو لکه اسټرالیا ، سویلي افریقې او هندوستان لوبډلو په څیر په دې سیالیو کې دلوبیدو چانس ترلاسه کولای شي.
خو که په دی مقام خپلولو بریالي نه شي نو نهمه ، لسم ، یوولسم او دولسم مقام لرونکې لوبډلې به بیا په ۲۰۱۸کال کې راتلونکې نړیوال جام سیالیو ته درسیدو په موخه په ټاکنیز پړاو کې د وروستیو دوه ځایونو نیولو لپاره لوبې وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا اجرایوي مشر سویلي افریقایي ډیویډ رچړډسن دپریکړې اورولو وروسته رسنیو ته وویل چې دواړو افغانستان او ایرلینډ د کرکټ په میدان کې دننه او بهر ښه ځلیدلي دي او ددې له پاره چې دوي ته د نورو مثبتو رقابتونو چانس برابر شي نو باید د نړۍ له سترو لوبډلو سره سیالۍ وکړي.
د کرکټ نړیواله شورا وایي چې تراوسه ټیسټ لوبو کې برخې اخیستو افغانستان او ایرلینډ ته وخت پکار دی او د دواړه لوبډلې باید دپخوا په څیر په څلور ورځنیو (فرسټ کلاس) کرکټ لوبې له سکاټلینډ ، عربی امارت ، نمیبیا ، هانګ کانګ ، پي این جي او هالینډ سره جاري وساتي.
په همدی حال کې د افغان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش ددې زیري په غبرګون کې وویل، چې دوی په نړیوال کرکټ کې د بشپړ غړیتوب اخیستلو ته پنځه ګامه نور هم ورنیږدې شول او ډیر ژر به د بشپړ غړیتوب زیری هم ولس ته ورکړي.