د هغو دوو کورنیو ۲۰ جسدونه نن شنبه (مارچ ۱۲مه) کابل ته ورسېدل، چې د یونان په اوبو کې غرق شوي وو.
دغه کډوال شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د اروپا په نيت له افغانستانه په قاچاقي ډول تللي وو، چې له ډېر مزل وروسته د ترکيې ـ یونان په مسیر کې په اوبو کې غرق شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یوې میاشتې راهیسې د کډوالو د جسدونو دا دویم کاروان دی، چې افغانستان ته راوړل کيږي.
د دغو کډوالو خپلوان وايي، چې په هېواد کې فقر، ناامني او نورې ناخوالې د دې لامل شوي، چې زیات افغانان د ښه ژوند کولو له پاره بهرنيو په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو ته کډه کولو ته اړ شي.
د راپورونو له مخې د دغو ۲۰ جسدونو څخه ۱۴ د يوې کورنۍ او باقي ۶ نور يې د بلې کورنۍ غړي وو.
د کابل د هوايي ډګر سرحدي قوماندان حقنواز حقیار وايي، چې د دغو دوو کورنيو غړو لومړی په قاچاقي ډول له کابل څخه تهران ته تللي و او له تهران څخه بیا په غېر قانوني توګه ترکيې ته رسېدلي و، چې په درېیم منزل کې بیا ناکام شول او د یونان په اوبو کې غرق شوي دي.
د شمېرو له مخې تېر کال شاوخوا ۱۵۲ زره تنه افغانان المان هېواد ته تللي دي، چې تر اوسه يوازې نيمايي يې د کډوالو په صفت منل شوي دي.
تېره ورځ په افغانستان کې د یاد هېواد سفیر وویل، چې د دغو کډوالو نيمايي برخه غواړي بېرته په خپله خوخښه افغانستان ته ستون شي.
د راپورونو پر بنسټ په نړۍ کې له سوريې وروسته افغانستان دویم هېواد دی، چې بهرنيو په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې سندونه ورکړي دي.
د روان کال د پېل راهیسې تر اوسه ۱۵۰ زره تنه ځانونه د اوبو له لارې ایتالیا او یونان ته رسولي و ځينې نور يې بیا د وچې له لارې د بالکان هېوادونو څخه تېر شوي او د شنګن غړيتوب لرونکو هېوادونو ته ځانونه رسولي دي.





