د المان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر وایي، هغه کډوال، چې په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستنیږي؛ دوی ورسره اقتصادي مرسته کوي، چې په افغانستان کې خپل عادې ژوند وکړي.
دیمیزیر ټینګار کوي، د هغو افغان کډوالو د پناه غوښتنې به ومنل شي، چې د ناامنو سیمو اوسېدونکي دي او د کډوالۍ له پاره یې وړ شرایط پوره کړي وي.
د المان د کورنیو چارو وزیر نن (دوشنبه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه شمېر پناه غوښتونکي، چې د کډوالۍ شرایط یې نه وي پوره کړي او کوم جدي ګواښ سره مخ نه وي؛ بیرته به خپل وطن ته وګرځول شي.
دیمیزیر همدارنګه د برلین – کابل په ګډ کمپاین کې اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول المان ته د زیات شمېر پناه غوښتونکیو د ورتګ خبر ورکوي. هغه وویل، چې افغانان باید خپل ژوند د خپلو خوبونو د رښتیا کولو له پاره اروپا ته زړه ښه نه کړي او د قاچاقبرو په دوکو ونه غولېږي.
د المان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې دغه هېواد تر هغه وخته پورې افغانستان نه پرېږدي، چې تل پاتې سوله په کې نه وي راغلي. ده زیاته کړه، المان به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې او د افغانستان له بیارغونې سره مرسته وکړي.
توماس دیمیزیر اروپار ته د پناه غوشتونکیو په اړه وايي: «طبیعي ده، چې د افغانستان امنیتي حالت ښه نه دی، خو افغانستان یو لوی هېواد دی، چې ډېرې ناامنې او باامنې سیمې لري.» ده وویل، دغه پناه اخیستونکي نه یوازې د ناامنۍ له امله المان ته پناه وړي، بلکې د ښې راتلونکې له پاره خپل هېواد نه تښتي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر، چې په دې غونډه کې ګډون کړی و؛ المان یو دوست هېواد وګڼلو او ویې ویل، چې دغه هېواد له ۲۰۰۲ زېږدیز کال نه تر اوسه پورې د ملي پولیسو د ښوونې او رزونې او د افغانستان د بیارغونې په برخه کې له ۲ میلیاردو ډالرو نه ډېرې مرستې کړې دي.
د راپورونو پر بنسټ افغانان له سوريې کډوالو پسې دویمه ستره کتګوري جوړوي، چې په المان هېواد کې د پناه اخیستلو غوښتنه کوي. برېتانیا، المان، فرانسه، سویډن او ناروې هغه هېوادونه دي، چې د کډوالو له پاره د یو آیډیال ژوند غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو نوې خپرې شوې شمېرې ښيي، چې یوازې په تېره میاشت کې ۴۶ زره پناه اخیستونکي د یونان له اوبو تېر شوي او اروپا ته رسېدلي دي.
جنګونه، بې کاري او ناامنۍ د کډوالۍ یوازینی لامل ګڼل کېږي. د ۲۰۱۵ زېږديز کال په اوږدو کې د افغانستان، سوريې او عراق په زرګونو وګړي اروپايي هېوادونو ته کډوال شول. د اروپايي هېوادونو له سختو بندیزونو سره ـ سره بیا هم چوپې، چوپې کسان د راوپايي هېوادونو کډوالۍ پسې روان دي.