د سعودي عربستان حکومتي چارواکي وايي، چې ۷۱۷ حاجیانو د وژل کېدو سبب په خپله د حاجیانو ګډوډي ده که دوی لارښونو ته نظر کولی نو دا پېښه به نه رامنځته کېدله.
د سعودي عربستان د روغتیا وزیر وايي، حاجیان د شېطان څلي ويشتلو له پاره مخکې تلل، د شېطانانو ویشتلو را ستانه شوي حاجیان سره مخ په مخ شول او د ځان ویستلو په کش و ګېر کې ټېل ماټېل جوړ چې ۷۱۷ کسان یې ووژل او زیات و کم ۸۰۰ نور یې ټپیان کړل.
د روغتیا وزیر پر وینا چې د ټېل ماټېل له کبله د زیات عمر لرونکي او کمزوري حاجیان د نورو تر پښو لاندې شول او په اه او فریاد کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
د سعودي عربستان د ښاري دفاع چارواکي وايي، چې پېښه د مکې مکرمې په ۵ کېلومېټرۍ کې رامنځته شوې او قربانیان یې اکثره الجزیرې، ناجیريا، چاډ او سینیګال ځېنې راغلي حاجيان و
ځېنې رسنۍ وايي، د حاجیانو په دې تېل ماټېل کې ۹۰ ایراني تبعه وګړي هم وژل شوي دي.
په همدې حال کې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامني د پېښې له امله د سعودي عربستان پر حکومت کلکې نیوکې کړي او پړه یې هم پر سعودي حکومت اچولې.
خامنایی ويلي، د سعودي عربستان حکومت ورتلونکو حاجیانو ته پوره پاملرنه نه ده کړې او لازمې اسانتیاوې یې ورته نه دي برابرې کړي.
تر اوسه پورې د افغانستان دحج، ارشاد او اوقافو وزارت د منا ددې پېښې په اړه کوم رسمي معلومات نه دي وړاندې کړي، چې ایا په وژل شویو او ژوبلو کې افغان حاجیان هم شامل دي که څنګه؟





