ولسي جرګه د حاجي ظاهر د څرګندونو په اړه پراخې څېړنې کوي

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې پريکړه وشوه، چې د دې جرګې د لومړي نایب حاجي ظاهر قدیر څرګندونو د روښانتیا له پاره يو پلاوی د هېواد مشرقي ولايتونو ته ولېږدوي.

په دغه جرګه کې ځينو غړو وویل، چې د ولسي جرګې ځينې داسې غړي هم شته، چې کله ناکله غېر مسوولانه څرګندونې کوي او دغه څرګندونې د دې لامل کيږي، چې ځينې هېوادونو ته هم اندېښنې پېدا شي او د افغانستان پر پولو په ځينو اقداماتو لاس پورې کړي.

دوی يې تر ټولو ژوندی مثال د روسيې له لوري د طالب وسله والو په اړه څرګندونې دي.

د افغانستان له پاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې روسیه د ځينو طالب چارواکو سره ليده کاته کړي او هغوی ته يې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې سره مبارزې په برخه کې د روسيې او طالبانو هدفونه سره یو دي.

  د افغانستان سرحدونو ته نژدې سيمو کې د روسيې هېواد له لوري د ځواکونو ځای پرځای کول بولي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې دا شان څرګندونې عبدالظاهر قدیر ته متوجه دي او باید د هغه د څرګندونو په هکله څېړنې وشي.

له دې وړاندې حاجي ظاهر قدیر په وار وار دا ویلي وو، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډله د افغان حکومت له لوري تمويليږي او باید مخه يې ونيول شي.

ابراهيمي زیاته کړې، چې د ۵ اړوندو کمېسيونونو څخه دې یو پلاوی د ولسي جرګې دارالانشا ته ور وپيژندل شي او ننګرهار ته دې ورته د سفر زمینه برابره شي، تر څو د موضوع ريښه معلومه شي.

د ولسي جرګې غړي احمد بهزاد وویل، چې په رسنيو کې د ځينو موضوعاتو خپرېدل، چې ګواکې حکومت د ترهګرو ملاتړ کوي، خپله ملي ګټو ته زیان رسوي.

له دې وړاندې هم ځينې امنيتي چارواکي د عبدالظاهر قدیر څرګندونې ناسمې بللې وې او د ولسي جرګې د غړو له خوا هم رد شوې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام