کارپوهان: پاکستان د افغانستان د ځينو سيمو د نيولو هڅه کوي

د سياسي چارو ځينې کارپوهان وايي، چې پاکستان هڅه کوي په سرحدونو کې د ځينو بريدونو په واسطه د افغانستان ځينې سيمې په خپل تصرف کې کړي.

افغانستان او پاکستان له یو بل سره اوږد او نا مشخصه پوله لري.

د وروستيو راپورونو له مخې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سيمو کې جګړې روانې دي او د ترهګرو زیاته برخه هم په همدغو سيمو کې ځای پر ځای شوي دي.

له بل لوري د پاکستان له خوا د افغانستان زیاتې سرحدي سيمې د توغنديزو بريدونو لاندې دي او په دې وروستيو د دغو بريدونو له امله شاوخوا اوسېدونکو ته هم درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د پاکستان د وروستيو بریدونو له امله د پکتيکار په انګورو اډه کې یو پولیس ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

انګورو اډه د پکتیکا ولایت په شکين ولسوالۍ کې پرته ده.

د دغو بريدونو پر وړاندې د افغانستان له لوري تر ټولو لوی او مشهور کار د پاکستاني سياسي مقاماتو احضارول و.

خو د افغان حکومت له لوري دغه چاره هيڅ ګټه نه ده کړې او تر اوسه هم دغه بريدونه د پاکستان له لوري ترسره کیږي.

د سياسي چارو کارپوه کابل خان تدبیر سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان د سياسي او نظامي دستګاوو ترمنځ نه همغږي د دغو ستونزو يوه ستره برخه جوړوي.

هغه وايي، چې پاکستاني چارواکي هم د افغانستان له دغه ضعف څخه اعظمي ګټه اخلي.

د هغه په خبره پاکستان غواړي د خپلو دغو بريدونو په واسطه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد ستونزه د ملګرو ملتونو له پاره مهمه کړي، څو دغه سازمان مجبور شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي ستونزې ته لومړيتوب ورکړي.

له بل لوري بیا د سياسي چارو بل کارپوه لطیف نظري وايي، چې افغان حکومت باید د پاکستان پر وړاندې خپل سیاست ته تغیر ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان حکومت باید یوه سيمه اییزه اجماع رامنځ ته کړي، ترڅو وکولی شي د دغې اجماع له لارې پر پاکستان فشار زیات کړي، چې له خپلو بریدونو لاس واخلي.

هغه وايي، چې د افغان حکومت له لوري پاکستان ته د یو طرفه امتیازاتو ورکول دغه هېواد ته په افغانستان کې د لاس وهنې زمينه نوره هم مساعده کړه.

د هېواد پر سرحدونو د پاکستان له توغندیزو بریدونو د مخنيوي له پاره، چې دغه کارپوهان بله لاره وړاندې کوي، هغه د افغانستان سره د همپيمانه هېوادونو له خوا پر دغه اسلام اباد د فشار راوړل دي.

د راپورونو له مخې په دې وروستيو کې ۵۳ ځلې د ننګرهار ولایت پر نازیان، شيګل او د کونړ پر ناړۍ توغندیز بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، چې افغان حکومت په دې اړه خپلې اندېښنې ښودلې دي، خو افغان امنيتي ځواکونه يې هر ډول ځواب ویلو ته چمتو دي.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د بهرنيو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني رسنيو ته ویلي وو، چې د پاکستان له لوري د دغه شان بريدونو دوام به د دواړو هېوادونو پر اړيکو خورا بدې اغیزې وکړي.

هغه زیاته کړه، چې د بهرنيو چارو وزارت له لوري څو ځلې پاکستان ته خبرداری ورکړل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام